ملکي مرګژوبله به ولس خطرناک کړي
که څه هم د بشري حقونو په قوانینو او نړيوالو کنوانسیونونو کې د جګړې پر مهال عامو وګړيو ته مرګژوبله اړول، جګړهیز جنایت بلل شوی او د جګړې پر ښکېلو خواوو غږ شوی چې د ملکي وګړيو ژوند ته پام وکړي، خو د نورو جګړهیزو هېوادونو تر څنګ، په افغانستان کې هم د جګړې اصول نه مراعاتېږي او په هېواد کې د روانې جګړې د قربانیانو ډېره برخه عام وګړي دي.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سازمان دفتر «یوناما» تازه د ملکي مرګژوبلې په اړه اندېښنه ښوولې او ټینګار یې کړی، که ښکېلې خواوې د ملکي وګړيو د ژوند د خوندیتوب برخه کې د دوی مشورو او غوښتنو ته پام و نه کړي، ښايي په راتلونکي کې د دې مرګژوبلې له مسوولانو سره حساب وشي.
یوناما په خپل وروستي راپور کې چې په سپټمبر میاشت کې یې خپور کړی، ویلي وو چې سږ کال په شپږ میاشتې کې د تېر کال همدې مودې په پرتله، په افغانستان کې ملکي مرګژوبله ۵۲ سلنه ډېره شوې ده.
که څه هم یوناما د ملکي وګړيو د مرګژوبلې راکمولو په موخه د جګړې له ښکېلو خواوو سره د خبرو کولو خبر ورکړی، خو پوښتنه دا ده چې د دغې مرګژوبلې اصلي لاملونه، پایلې او د مخنیوي لارې چارې کومې دي او څه باید وشي؟
ښکاره ده چې د جګړې له شدت سره ملکي مرګژوبله هم زیاتېږي. په هېواد کې د سولې له اوازو سره سم بهرنیو او افغان ځواکونو او طالبانو پر یو بل بریدونه زیات کړي او دواړه لوري هڅه کوي چې د سولې خبرو اترو سره هممهاله د جګړې په میدان کې هم بریا خپله کړي.
سره له دې چې د جګړې ښکېلې خواوې د ملکي مرګژوبلې پړه پر یو بل وراچوي، خو مسوولیت یې دواړو لوریو ته ورګرځي. وسلهوال طالبان له افغان ځواکونو سره د جګړې پر مهال له ولسي وګړيو د سپر غوندې کار اخلي او یا هم په عامه ځایونو کې بریدونه او چاودنې کوي چې ډېره برخه قربانیان یې ملکي وګړي دي.
بهرني او افغان ځواکونه هم د ناسمو راپورونو، بېغوري یا هم ناچاري له کبله پر هغو ځایونو بریدونه کوي چې د طالبانو تر څنګ، وخت نا وخت ملکیانو ته مرګژوبله اړوي. دغه راز عام وګړي هم د خپل ژوند د خوندیتابه لپاره لاس و پښې نه وهي. له ناچارې ورځې په خپلو سیمو کې د دولت وسلهوالو مخالفانو ته د اوسېدو، جګړې او تګراتګ اجازه ورکوي او همدا ده چې د جګړې د ښکېلو خواوو تر څنګ، دوی ته هم مالي او ځاني زیان اوړي.
د ملکي مرګژوبلې د مخنیوي یا لږ تر لږه راکمولو مسوولیت د جګړې ټولو ښکېلو خواوو ته ورګرځي او باید د جګړې پر مهال ورته پام وکړي.
که افغان او بهرني ځواکونه او وسلهوال طالبان رښتیا غواړي چې د جګړې پر مهال یې د ملکي وګړيو ژوند خوندي شي؛ نو په کار ده چې جګړهیز اصول او قوانین مراعات کړي. طالبان دې عام وګړي د سپر په توګه نه کاروي، د هغوی په کورونو او کلیو کې دې نه پټېږي او پر عامه ځایونو دې بریدونه او چاودنې نه کوي.
دغه راز افغان او بهرني ځواکونه دې د ناسمو راپورونو له مخې هوايي او ځمکني عملیات نه کوي. د جګړې پر مهال دې د ملکي وګړيو ژوند ته پام وکړي او یوازې خپل دوښمن دې نښه وګرځوي. عام وګړي دې هم د خپل ژوند خوندیتوب لپاره لاس په کار شي. نه یوازې له هغو ځایونو دې طالبان وباسي چې دوی پکې اوسېږي او تګراتګ کوي، بلکې ترې و دې غواړي چې د جګړې پر مهال یې سپر و نه ګرځوي. له افغان او بهرنیو ځواکونو دې هم غوښتنه وکړي چې د جګړې پر مهال د دوی ژوند ته پام وکړي.
حکومت باید د ملکي مرګژوبلې مخنیوي لپاره لازم اقدامات وکړي او اجازه ور نه کړي چې طالبان د ملکي مرګژوبلې برخه کې د دوی له تېروتنو او نیمګړتیاوو د ځان په ګټه کار واخلي. د حکومت پر وړاندې تبلیغات وکړي، د خلکو او دولت تر منځ واټن او بېباوري را منځ ته او له دې لارې خپلې لیکې پیاوړې کړي.
دغه راز باید د بشري حقونو د خوندیتوب په برخه کې کورني قوانین او نړيوال کنوانسیونونه په پام کې ونیسي او د جګړهیزو اصولو سرغړوونکیو ته سزا ورکړي.
که افغان او بهرني ځواکونه پر وسلهوالو طالبانو د بریدونو پر مهال د عامو وګړيو ژوند ته پام و نهکړي، نه یوازې جګړهیز اصول او بشري حقونه تر پښو لاندې کوي، بلکې د ولس او دولت تر منځ د واټن را منځ ته کېدو او پر دولت د خلکو د شته باور کمېدو لامل هم کېږي. عام وګړي له دولته زړهتوري کېږي او د دښمن پر وړاندې نه یوازې ورسره همکاري نه کوي، بلکې کېدای شي د دښمن د پراخو تبلیغاتو تر اغېز لاندې راشي او پروړاندې یې وسله واخلي.
0 دیدگاه