افغانستان په اېمرجنګ لوبو کې عمان مات کړ
۲۰ قوس ۱۳۹۷ 1188 0 نظر sarkhat.af

افغانستان په اېمرجنګ لوبو کې عمان مات کړ

افغانستان د اېمرجنګ لوبډلو په اسیايي جام کې خپله درېیمه لوبه د ۱۱۲ منډو په توپیر له عمانه وګټله.

افغانستان خپلې سیالې لوبډلې ته ۲۵۳ منډې هدف وټاکه، خو د عمان ټول توپ‌وهونکي د ۱۴۰ منډو له جوړولو وروسته وسوځېدل.

د افغانستان له توپ اچوونکيو کریم جنت، ضیاالرحمن اکبر او نجیب ځدران دوه - دوه ویکټې واخیستې، خو قیس‌احمد، عظمت‌الله عمرزي او شاهدالله کمال یوه - یوه ویکټه تر لاسه کړه.

د عمان له توپ‌وهونکیو سیندو میچل تر ټولو ښه وځلېد او تر ټولو ډېرې ۵۴ منډې یې جوړې کړې.

نجیب ځدران د دغې لوبې غوره لوبغاړی وټاکل شو چې پر دې سربېره یې د دوو ویکټو په اخیستو ۸۳ منډې هم وکړې.

 

 

د بنګله‌دېش لوبډله د شل اوریزو سیالیو لپاره هم پاکستان ته نه شي تللی

Dec 29, 2019 29

د بنګله‌دېش کرېکټ بورډ د امنیتي ګواښونو له امله له پاکستان سره شل اوریزو سیالیو ته د شک په سترګه ګوري.

ویرنون پلينډر له نړیوال کرېکټ نه استعفا وکړه

Dec 25, 2019 29

د سوېلي افریقا الرونډر ویرنون پلينډر د نړیوال کرېکټ له هر فارمټ نه خپله استعفا اعلان کړه.

د نبي په لرې کېدو رنګپور رنجرز لومړۍ بریا خپله کړه

Dec 23, 2019 29

رانګپور رنجرز لوبډلې د بنګله‌دېش د کرېکټ غوره لیګ سیالیو په بهیر کې داسې مهال څلور لوبې سر پر سر بایلودې چې محمدنبي یې لوبډلمشري کوله.

دیدگاه شما

فیلدی بامشخصات (*) الزامی است.

جستجو

سرخط خبرهای پشتو

سرخط در فیسبوک