په ادلب کې د پراخو عملیاتو پرېکړه لغوه شوه
روسیې او ترکیې هوکړه کړې چې په ادلب کې پراخ عملیات لغوه کړي او پر ځای یې د حکومتي او ياغي ځواکونو جلا کولو په هدف له نظاميانو پاکه حايله سيمه را منځ ته کړي.
اوس تهران، دمشق او د سوريې د حکومت مخالفو ډلو د روسیې او ترکيې دا پرېکړه ستایلې ده.
د سوريې د بهرنیو چارو وزارت ويلي چې د روسیې او ترکيې د ولسمشرانو تر منځ توافق د دوشنبې په ورځ د سپټمبر پر اوولسمه وشو.
د سوريې د دولتي رسنيو راپور وايي چې دا پرېکړه د دمشق او مسکو د چارواکيو تر منځ تر ډېرو بحثونو وروسته وشوه.
0 دیدگاه