ترکمنستان له پاکستانه پر ټاپي پروژې د کار پیلولو غوښتنه وکړه
له هغه وروسته چې افغان حکومت خبر ورکړ چې په افغانستان کې یې د ټاپي پروژې تخنیکي چارې بشپړېدو ته نږدې کړي، دترکمنستان له پاکستانه وغوښتل چې په خپله خاوره کې پر یادې پروژې کار پیل کړي.
ترکمنستان وايي، هیله لري چې د راتلونکي میلادي کال په مارچ کې به په پاکستان کې د ټاپي نللیکې چارې پرانستل شي.
په همدې حال کې د افغانستان د کانونو او پېټرولیم وزارت وايي، د افغانستان په خاوره کې د ټاپي پروژې تخنیکي چارې او سروې د بشپړېدو په درشل کې دي او په نږدې راتلونکي کې به بشپړې شي.
0 دیدگاه