ولسمشر د سولې مرکچي پلاوي له غړو سره وکتل
ولسمشر محمداشرف غني د افغان حکومت د سولې مرکچي پلاوي له غړو سره کتلي او له وسلهوالو مخالفانو سره یې د سولې په بېلابېلو موضوعاتو بحث او خبرې کړې دي.
له ارګه په یوې خپرې شوې خبرپاڼه کې لیکل شوي چې ولسمشر غني په دې ناسته کې د سولې لارښود، د افغان دولت اساسي کرښې او د سولې د خبرو د بڼې په اړه یاد پلاوي ته وضاحت ورکړ.
خبرپاڼه زیاتوي، د سولې وړاندې شوی لارښود د هغو ډېرو سلا مشورو نتیجه ده چې په تېرو اتو میاشتو کې له خلکو ټولې شوي.
ولسمشر د نومبر په ۲۸مه د افغانستان د سولې او پرمختګ په موخه په جنیوا کنفرانس کې اعلان وکړ چې د سولې خبرو اترو لهپاره یې دولس کسیز پلاوی ټاکلی او دغه پلاوی به له وسلهوالو طالبانو سره د سولې خبرې اترې پر مخ بیايي.
0 دیدگاه