یوناما د ملکي وګړو عاملان وګواښل
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویې ادارې یا یوناما استازي وايي، د افغان جګړې له ټولو ښکېلو اړخونو سره د ولسي وګړیو د مرګژوبلې کمولو په موخه په خبرو بوخت دي.
تادامیچي یاماموتو وايي، ځمکنۍ جګړه او هوايی بریدونو کې ولسي مرګ ژوبله ډېره ده او لا هم ډېرېږي. نوموړی زیاتوي، که پهدې برخه کې د دوی مشورو ته پام و نهشي، ښايي په راتلونکي کې له مسوولو کسانو سره حساب وشي.
یوناما په وروستي خپور شوي راپور کې ویلي وو چې د تېر کال شپږو میاشتو پرتله د سږ مېلادي کال په همدې موده کې د هوايي بریدونو له امله ولسي مرګژوبله ۵۲ سلنه ډېره شوې ده.
یوناما له دغه راپور سره هممهاله د یوې اعلامیې له مخې په میدان وردګو او کاپیسا کې د دوو کورنیو غړيو ته د مرګژوبلې اووښتل تایید کړي وو او ورسره یې پر مرستو ټینګار کړی و.
0 دیدگاه