په چابهار کې موټر بم ځانمرګی شوی
نن د ايران په چابهار بندر کې د پوليسو پر يوه مرکز موټربم ځانمرګی بريد شوی دی چې له امله يې درې تنه وژل شوي او يو شمېر نور ژوبل دي.
ايرانۍ رسنۍ وايي، موټر بم د کمانډو پوليسو پر يوه قرارګاه شوی دی.
دوی وايي، تر بريد وروسته مرستندويه ځواک سيمې ته رسېدلی، سيمه يې کلابنده کړې او جسدونه او زخميان يې رغتون ته رسولي دي.
سرچينې وايي، په ټپيانو کې د ځينو روغتيايي حالت نازک ښوول شوی دی.
تر اوسه د بريد مسووليت کومې ډلې نه دی منلی.
چهابهار د ايران په سوېل کې د پاکستان سرحد ته څېرمه پروت بندر دی چې افغانستان، ايران او هند سره نښلوي.
0 دیدگاه