د اسیا فاونډېشن بې وخته سروې
۱۳ قوس ۱۳۹۷ 1283 0 نظر سرخط ورځپاڼه

د اسیا فاونډېشن بې وخته سروې

د اسیا فاونډېشن سروې په خپله تازه ارزونه کې ویلي چې ۶۰ په سلو کې افغانان د افغانستان راتلونکی ښه نه ګڼي او په اړه یې بدبینه دي، خو اوسنیو حالاتو ته په کتو سره وضیعت ډېر بدل شوی او که دغه ارزونه سمه هم وي، نو نن به د هغو کسانو شمېر تر پنځوس په سلو کې لوړ وي چې د افغانستان د راتلونکي په اړه خوشبین دي.

 سروې ۵ میاشتې مخکې تر سره شوې  او له هغه راهیسې په افغانستان کې یو شمېر مهم پرمختګونه شوي چې د خلکو نظر ته یې تر ډېره بدلون ورکړی.

سره له دې چې په سروې کې د هغو خلکو سلنه د تېر کال په څېر نږدې ۳۳ په سلو کې ښوول شوې چې د افغانستان راتلونکي ته خوښ دي، خو نننیو واقیعیتونو او پرمختیاوو ته په کتو سره، دا کچه په وروستیو کې لوړه بلل کېږي.

دلایل ورته ډېر دي، خو اول پرمختګ د ولسي جرګې د ټاکنو تر سره کېدل دي چې هغه مهال یې د تر سره کېدو په اړه له ډېرو سره شکونه او اندېښنې موجودې وې او یا یې په بایو متریک سیسټم د تر سره کېدو په تړاو فکر نه شوای کولای.

نه یوازې ټاکنې تر سره شوې، بلکې د بایو مټریک سیسټم د افغانستان راتلونکيو ولسمشریزو ټاکنو ته د خلکو تمې زیاتې کړې.

دا په خپل ذات کې د افغانستان لپاره خورا مهم ګام وو، ځکه هر ځل ټاکنې تر پخوانیو ناورین زېږونکې وې او په افغانستان کې يې سیاسي بې ثباتي زیاته کړې وه، خو دا ځل تمه کېږي چې د پخوا برعکس، ټاکنې د ټیکاو لامل شي.  

تر دې بل مهم پرمختګ په افغانستان کې د سولې د خبرو اترو پیل دی چې له ۴۰ کلنې او وروستۍ یوې نیمې لسیزې جګړې وروسته په لومړي ځل د امریکا او طالبانو ترمنځ مخامخ خبرې پیل شوې او دا دی درېیم پړاو یې نن سبا کې شروع کېدونکی دی.

زلمی خلیلزاد په خپله په دغه برخه کې مثبت پرمختګ بلل کېږي چې د ډېرو افغانانو په باور، د افغانستان په کړکېچ او حل یې تر ډېرو افغانانو ښه پوهېږي او له طالب استازيو سره یې له تر سره کړو لیدنو ښه تصویر افغانانو او نړۍ ته مخابره شوی دی.

په لومړي ځل طالب استازو د سولې د شورا له غړيو سره په مسکو کې مخامخ وکتل او ډېر افغانان اوس په دې باور دي چې د امریکا، روسیې او نورو زبرځواکونو ارادې د افغان سولې خوا ته کږې شوې او له ۱۹۹۱ کال را وروسته په لومړي ځل د افغانستان په دننه او بهر کې ټول ښکېل اړخونه د سولې منډې ترړې وهي.

د سولې په برخه کې په کور دننه او بهر تر بل هر مهاله د باور فضا رامنځ ته شوې بلل کېږي او هغه اجماع لیدل کېږي چې د اسیا فاونډېشن د ارزونې پر مهال یې ډېر اړخونه تیاره وو.

دا ډول په دې وروستیو کې د خپلسرو زورواکيو د نیونې له اړخه د خلکو په نظر کې پام وړ بدلون تر سترګو کېږي او لږترلږه په رسمي او ټولنیزو رسنیو کې د افغان حکومت اعتبار د خلکو پر وړاندې ښه شوی او داسې هیلې له خلکو سره راټوکېدلې چې د دوی له سره د غیرمسوولو وسله‌والو کمبله په ټولېدو ده.

په دې برخه کې له ولسمشر غني څخه د افغانستان په ډېرو ولایتونو کې د خلکو غوښتنې مخ په زیاتېدو دي او تمه یې دا ده چې د دوی د کور په شاوخوا کې فلانی او فلانی زورواکي هم محکمې ته ور کش کړي.

دافغانستان په شمال کې دنظام بای او حسیب قریشي، په ختیځ کې د بلال پاچا، په سوېل لوېدیځ کې د رحیم الله خان او په پلازمېنه کې د علیپور او تمیم شنسب نیول کېدو او پرې د قانون عملي کېدل د وروستیو ۳ میاشتو نوې پرمختیاوې دي چې پر حکومت او قانون یې د خلکو باور لوړ کړی او خامخا به د اسیا فاونډېشن د دغې نظرپوښتنې انډول ته بدلون ورکوي.

ورسره خوا کې د ولسمشرۍ د ټاکنو په اړه د تتوالي له منځه تلل بله مهمه پرمختیا ده چې راتلونکي ته یې د خلکو هیلې زیاتې کړې دي.

د اسیا فاونډېشن د تر سره شوې سروې پر مهال ډېرو کمو خلکو باور لاره چې د ولسمشرۍ ټاکنې دې د اساسي قانون پر اساس تر سره شي، خو اوس نه یوازې د ټاکنو تقسیم اوقات اعلان شو، بلکې د کاندیدانو په اړه هم ډېر خلک پوهېږي او د نړیوالې ټولنې د مالي ملاتړ اعلان په دې برخه کې د ډېرو هیلې لوړې کړې دي.

په دغه سروې کې تر ټولو مهمه اندېښنه د څه باندې ۱۷ زره پوښتل شویو له خوا ناامني بلل شوې چې لامل یې د جګړې په فصل کې د سروې تر سره کېدل دي.

دویمه ستونزه بې‌کاري بلل شوې چې د پارلماني ټاکنو له تیاریو وروسته د افغانستان په اقتصادي ډګر کې د رسمي شمېرو تر مخه په سلګونو میلیونه ډالره کښته پورته شول او لسګونه زره کسانو ته نوي کارونه په لاس ورغلل.

بازار ته د څه باندې ۲نیم زره کاندیدانو د ډالرو په عرضه کولو سره په ډېرو برخو کې مثبت بدلون رامنځ ته شوی چې علایم یې په افغان بازارونو کې له ورایه ښکاري.

درېیمه ستونزه فساد او په حکومتولي کې مشکلات بلل شوي چې یوازې په همدې اوونۍ کې څه باندې ۲ سوه نظامي افسران او په لسګونو نور چارواکي او زورواکي د فساد په تور محکمو او څارنوالیو ته ورپېژندل شوي چې دې پرمختیاوو له فساد سره د مبارزې په برخه کې د ډېرو افغانانو او نړیوالو باور زیات کړی.

پر دې سربېره د جینیوا په کنفرانس کې د نړیوالو ملاتړ او یوازې د اسیايي بانک او اروپايي ټولنې له خوا د څه باندې ۲نیم میلیارډه ډالرو نوې مرستې د راتلونکيو اقتصادي خوځښتونو په اړه نوې هیلې افغانانو ته ورکړې دي.

ورسره خوا کې د یو شمېر بنسټیزو پروژو عملي کېدل او د نورو پیل کېدل هغه نورې پرمختیاوې دي چې د راتلونکي په اړه یې د افغانانو مثبت تصویر پراخ کړی دی.

د ډيپلوماسي سرلاري ښکنځلې پيل کړې

Jul 23, 2019 29

امريکا چا ته ګواښ کړی دی؟ خپل سټراټېژيک ملګري هېواد ته؟ امريکا خپل ملګري د ځمکې له نقشې ورکوي؟ د امريکا لپاره د خپل ملګري هېواد د لسو ميليونو انسانانو وژل او ملګری هېواد له [...]

امريکايان د افغانستان نامرده ملګري

Jul 07, 2019 29

ملګري څو ډوله دي، نږدې، لرې، شناخته، خواخوږي، خاين، خو تر ټولو بد يې نامرده هغه دي او امريکايان د افغانانو نامرده ملګري دي.

د ولسمشري د ټاکنو بېړۍ مزل پیل کړ

Jun 09, 2019 29

ښکاري چې نړیوالې ټولنې د ولسمشري د ټاکنو د مشروعیت لپاره مټې را ونغاړلې او د افغانستان د ټاکنو د خپلواک کمېسیون لپاره یې له لسو کلونو وروسته یو ځل بیا خپل استازي د کمېشنرانو په [...]

دیدگاه شما

فیلدی بامشخصات (*) الزامی است.

جستجو

سرخط خبرهای پشتو

سرخط در فیسبوک