د رنویر سنګهـ د نوي فلم ټرېلر خپور شو
د هندي سېنما د مشهوري فلمي ستوري رنویر سنګهـ چې په تازه توګه يې د دې سېنما له ښکلې ستورې دپیکا پډوکون سره واده هم وکړ، بازار ته یې د نوي فلم ټرېلر راووت، خو دا فلم به د روانې مېلادي میاشتې په ۲۸مه نېټه پر سېنماګانو خپور شي.
د رنویر سنګهـ دا اکشن فلم چې سمبا نومول شوی، د روهټ شیټي په لارښوونه او ډایکريکټري ډک شوی دی.
د نوموړي د نوي فلم دا ټرېلر درې دقیقې دی چې پهکې د اکشن تر څنګ تفریح ته هم ځای ورکړل شوی او په وروستۍ برخه کې يې د اکشن اتل اجې دېوګن هم ښکاره کېږي.
0 دیدگاه