خلیلزاد دا ځل په ۱۸ ورځو کې ۸ هېوادونو ته سفر کوي
د افغانستان سولې لهپاره د امریکا متحده ایالاتو ځانګړي استازي یو ځل بیا د افغانستان په ګډون د سیمې نورو مهمو هېوادونو ته سفر پیل کړ.
په تېرو دوو مياشتو کې دا د خليلزاد درېيم سفر دی چې د افغان سولې په اړه يې افغانستان او د سیمې هېوادونو ته کوي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، خلیلزاد به دا ځل د افغانستان، پاکستان او روسیې په ګډون ازبکستان، ترکمنستان، بلجیم، متحده عربي اماراتو او قطر ته سفر کوي.
په خبرپاڼه کې زیاته شوې، د نوموړي دا سفر د ډسمبر په دویمه پیل شو چې اتلس ورځې وخت به ونیسي، خو په وینا يې، زلمی خلیلزاد به د سفر په لړ کې له افغان ولسمشر اشرف غني، اجرايیه ريیس ډاکټر عبدالله عبدالله او د افغان سولې له نورو برخه اخیستونکيو سره په اړیکه کې وي، څو په مرسته يې وسلهوال طالبان له افغان حکومت سره د سولې د خبرو اترو مېز ته حاضر کړي.
په تېره نومبر میاشت کې هم زلمي خلیزاد د افغانستان په ګډون د سیمې څو هېوادونو ته د افغان سولې لهپاره سفرونه وکړل چې په ترڅ کې یې په افغانستان کې په افغان ولسمشر سربېره، په قطر کې د طالبانو له استازیو، د سیاسي ګوندونو له مشرانو، مدني ټولنو، ښځو، د رسنیو له مسوولینو او حکومتي او غیرحکومتي چارواکیو سره ليدنې وکړې.
0 دیدگاه