د نړۍ لوی ابشار يې ورنګاوه
د امریکا او کاناډا ترمنځ د نړۍ تر ټولو لوی ابشار په داسې رنګونو رنګول شوی چې ښکلا یې لس چنده زیاته شوې ده.
دا ابشار د کرسمس لپاره رنګ شوی او هرې برخې ته یې یو جلا رنګ ورکړل شوی چې د ټولې سيمې ښکلا یې زیاته کړې ده.
د نیاګرا فال پر دې ښکلا میلیونونه ډالر ورکړل شوي، خو هغه کمپنۍ چې دا کار یې کړی، تمه لري چې د دې پیسو زیاتې به بېرته پرې وګټي.
سر له اوسه د دې ابشار د ښکلا د لیدو لپاره سیلانیان تګ راتګ کوي او ګټه یې پیل کړې ده.
د نیاګرا د اوبو د شيندلو پر مهال هلته د اوبو په څېر رنګونه شېندل کېږي او کله چې اوبه څپې پیل کړي، دا رنګ پهکې ګډ شي چې د اوبو رنګ بدل کړي او عجیبه نظاره جوړه کړي.
0 دیدگاه