ولسمشر له جنیوا غونډې بېرته راستون شو
ولسمشر محمداشرف غني د جنیوا په ناسته کې تر ګډون وروسته پرون سهار بېرته کابل ته راغی.
ارګ لیکلي، ولسمشر محمداشرف غني د جينوا په دوه ورځنۍ بريالۍ غونډه کې تر ګډون وروسته کابل ته راغلی دی.
د افغانستان په اړه د جنیوا نړېوال دوه ورځنى کنفرانس د لېندۍ په شپږمه او اوومه جوړ شو چې پهکې د ٦٢ هېوادونو د بهرنيو چارو وزيرانو او د ٣٥ نړېوالو سازمانونو استازیو ګډون کړى و.
پهدې غونډه کې په افغانستان کې د ناامنۍ، بېوزلۍ او اداري فساد د مخنيوي ترڅنګ، په یوشمېر نورو موضوعاتو خبرې وشوې. دغه راز د افغانانو په مالکیت پهکې د افغان سولې پروسې پر ترسره کېدو هم ټینګار وشو.
0 دیدگاه