د مدنيت پزه يې ور پرې کړه
۶ قوس ۱۳۹۷ 952 0 نظر sarkhat.af

د مدنيت پزه يې ور پرې کړه

په وروستۍ یوه لسیزه کې له امریکايي باد راوړې ډیموکراسۍ څخه تر ټولو ډېره ګټه هزاره افغانانو پورته کړه او د نظام هرې برخې ته یې ځوان هلکان او نجونې ور مخ ته کړل او د حکومتولي ستنو ته یې اوږه ورکړه. په دولتي ادارو سربېره د مدني ټولنو د هرې غونډې لویه برخه د ځوان هزاره افغان په بیدار شوي نسل ډکه شوې.

دلته د مدنیت تر ټولو ډېر ویاړ همدې هزاره افغانانو ځان ته منسوب ګاڼه او نورو ته به یې د وروسته‌پاتې والي پېغورونه ورکول. دلته په هره برخه کې هزاره مېرمنو کار او زده‌کړو ته مخه کړې او هڅه یې کوله د خپل ټبر خواریکښ انځور نندارې ته وړاندې کړي. د نوې افغاني ټولنې موډل او نمونه هزاره افغانان بلل کېده چې نارینه او ښځو یې زده‌کړو او تحصیل ته مخه کړې او توانېدلي چې نړۍ ته د خپلو سیمو سوله‌یز تصویر وړاندې کړي.

په تېره یوه نیمه لسیزه کې د امنیت او بهرنیو پروژو له برکته تر ټولو ډېر پرمختیايي کارونه په هزاره‌مېشتو سیمو کې شوي دي.

په دې ډېر افغانان خوښ وو چې لږ تر لږه د افغانستان په مرکزي هزاره‌مېشتو سیمو کې امنیت دی او خلک یې د بیداري او پرمختګ په حال کې دي، خو د افغانستان په ځینو لویو ښارونو کې د وروستیو پېښو او اعتراضونو په څېر لانجې پر هغه ټول تصویر ایرې ور اړوي چې دغه ټبر په افغاني ټولنه کې ځان ته جوړ کړی دی.

پر هغو افغان امنیتي ځواکونو بریدونه او ډزې چې د دوی په ګډون د دې ملت د عزت او شرف دفاع کوي ښيي چې لا هم د دغه ټبرپه یوه لویه برخه کې داسې ډېرې ستونزې شته چې د مدني کېدو تر سرپوښ لاندې یې د ډېرو سترګې ړندې کړې دي. دې کړېدلي ملت د خپلو هغو یو شمېر ملګرو او ګاونډیانو اصلي تصویر بیا ولیده چې د وروستیو ۱۵ کلونو په ډیموکراټیک ماشین کې يې د خپل او بل د حق پېژندلو مډال پر خپله سینه ټومبلی و.

ډېرو ته لا هم داسې برېښي چې په وروستیو ۱۵ کلونو کې تر ټولو ډېر زموږ د هزاره وروڼو سیاسي شعور لوړ شوی او تر ټولو ډېر سیاسي او مدني فعالیتونه د دوی په حوزه کې روان دي، خو ښکاري چې لا هم پر دغه ټبر تر نورو ډېر د څو قومي او مذهبي ټېکه‌دارانو جال غوړېدلی او له دومره انسجام او پوهې سره سره د څو جنګسالارانو له اغېزه نه دي وتلي.

لا هم د یو زیات شمېر پرونیو په توپک او قومي شعار ولاړو سیاستوالو له خوا د داسې کسانو کارېدنه په همدغو ځوانانو کې ښه په درز کې روانه ده چې تر نورو قومونو ځانونه ډېر مدني ګڼي. په تېرو دریو اوونیو کې درېیم ځل زموږ یو شمېر هزاره ځوانان په داسې نومونو د خپل نظام او بل ورور پر وړاندې را پورته شول چې ټول امتیاز او ګټه یې پردیو مزدورانو او د افغانستان دښمنانو ته رسېږي.

پر ټول افغانستان د بل شوي اور ۱۷کاله تېرېږي، خو یو شمېر هزاره افغانان ایله تېره اوونۍ هغه مهال خبر شول چې وسله‌والو طالبانو پر جاغوریو او مالستان برید وکړ. دلته په کابل کې یو شمېر مدني پوهانو ته یوازې د جاغوریو اوسېدونکي د افغانستان ولس او دغه ولسوالي د افغانستان جغرافیه برېښي او پر هغوی د برید د مخنیوي ناره یې پورته کړه.

څومره خوند به یې کړی وای چې د همدې غزني د اندړو پر پښتون ولس د څوکلن ناتار لپاره هم دغو هزاره ځوانانو غږ پورته کړی وای. هیچا هم و نه لیدل چې په هلمند، کندهار، ننګرهار، کنړ او کندوز د خونړیو بریدونو د غندنې په پار دې همدې هزاره وروڼو تش د غندنې او همدردي یو غږ پورته کړی وي.

د دوی مشران هم له بده‌مرغه په دې لوی افغانستان کې له خپل هزاره افغانه پرته بل هیڅوک نه ویني. په دا تېرو ۱۷ کلونو کې کله هم کریم خلیلي، محمد محقق او سرور دانش د بل افغان د حق او ژوند لپاره دا ډول اعلامیې نه دي ورکړې چې له پرون راهیسې یې د قوماندان علي‌پور او تر هغه له مخه د حکیم شجاعي، جاغوريو او خاص روزګان د پېښو په اړه لاندې باندې کړې.

د دې ملت له درېیم مشر څخه د خلکو ګیله راشي چې دی یوازې د خپل ټبر استازی دی او که د افغانستان د ولسمشر دویم مرستیال. هغه بل یې د سولې د داسې شورا مشري کوي چې د خلکو تمه ده مخالفانو ته به د داسې عدالت رامخې ته کړي چې له کبله یې افغانستان د سولې خاوند شي، خو دی چې ۱۰ کاله د ولسمشر مرستیال و، برعکس د حکومت له خوا د یوه سیمه‌یز خپل‌سري قوماندان نیول ناسم او ناسنجول شوی کار ګڼي. یو بل یې چې د اجراییه ریاست دویم مرستیال دی له ایران څخه حکومت ته د خپل ټبري قوماندان د خوشې کولو ګواښونه مخابره کوي.

که له لویه سره وروستیو پېښو ته وکتل شي، په لوی لاس داسې هڅې روانې دي چې په افغانستان کې یو ځل بیا قومي او مذهبي اور ته خځلې ور واچول شي او د قومونو تر منځ ټکر پراخ شي. په وروستیو دریو اوونیو کې درې ځلې یو ځل د جاغوریو، بل ځل د کابل پوهنتون او دا ځل د علي‌پور د نیونې په لانجه کې د همدې یوې ډلې له خوا شخړې ته قومي رنګ ورکول د یوه خطرناک پلان د عملي کېدو څرکونه دي چې د سیمې استخبارات یې د پراخولو هڅې کوي. په وروستیو څلورو کلونو کې تر ټولو ډېر اعتراضونه له یوه اړخه پلان شوي چې تر ټولو ډېره هوا قومي مسالو ته ورکول شوې ده.

د ډيپلوماسي سرلاري ښکنځلې پيل کړې

Jul 23, 2019 29

امريکا چا ته ګواښ کړی دی؟ خپل سټراټېژيک ملګري هېواد ته؟ امريکا خپل ملګري د ځمکې له نقشې ورکوي؟ د امريکا لپاره د خپل ملګري هېواد د لسو ميليونو انسانانو وژل او ملګری هېواد له [...]

امريکايان د افغانستان نامرده ملګري

Jul 07, 2019 29

ملګري څو ډوله دي، نږدې، لرې، شناخته، خواخوږي، خاين، خو تر ټولو بد يې نامرده هغه دي او امريکايان د افغانانو نامرده ملګري دي.

د ولسمشري د ټاکنو بېړۍ مزل پیل کړ

Jun 09, 2019 29

ښکاري چې نړیوالې ټولنې د ولسمشري د ټاکنو د مشروعیت لپاره مټې را ونغاړلې او د افغانستان د ټاکنو د خپلواک کمېسیون لپاره یې له لسو کلونو وروسته یو ځل بیا خپل استازي د کمېشنرانو په [...]

دیدگاه شما

فیلدی بامشخصات (*) الزامی است.

جستجو

سرخط خبرهای پشتو

سرخط در فیسبوک