د فوټبال پېغلو ايران ته هم وبايلله
د افغانستان د فوټبال ښځینه لوبډلې د مرکزي اسیا د فوټبال سیالیو په لړ کې خپله دویمه لوبه ایران ته وبایلله.
پهدې اړه د افغانستان د فوټبال فدراسیون په رسمي فېسبوک پاڼه کې لیکل شوي چې افغان ښځینه لوبډلې د ایران د ښځینه لوبډلې په وړاندې صفر د ۶ په مقابل کې لوبه بایلوده.
تر دې وړاندې افغان ښځینه لوبډلې په دغو سیالیو کې خپله لومړۍ لوبه ازبکستان ته صفر د ۲۰ پر وړاندې بایللې وه.
ټاکل شوې د مرکزي اسیا په دغو سیالیو کې افغان ښځینه لوبډله خپلې دوه نورې لوبې د قرغزستان او تاجکستان له لوبډلو سره وکړي.
0 دیدگاه