ولسمشر غني سویس ته لاړ
۵ قوس ۱۳۹۷ 918 0 نظر sarkhat.af

ولسمشر غني سویس ته لاړ

ولسمشرۍ ماڼۍ وايي، ولسمشر محمد اشرف غني د دوشنبې په ورځ د یو لوړپوړي دولتي پلاوي په مشرۍ د سویس جنیوا ښار ته لاړ.

ټاکل شوې، ولسمشر غني د افغانستان په اړه د جنیوا په کنفرانس کې د ګډون ترڅنګ د دغه کنفرانس ګډونوالو ته وینا هم وکړي او د کنفرانس په څنډه کې به د یو شمېر هېوادونو له استازيو سره هم وګوري.

د افغانستان په اړه د جنیوا دوه ورځنی کنفرانس د سه‌شنبې په ورځ پرانستل کېږي چې د ۷۰ هېوادونو او د ۳۰ نړېوالو بنسټونو استازي په‌کې ګډون لري.

بله خوا د مالیې وزارت مسوولان وايي، په دغه غونډه کې له افغانستان سره نوې مالي ژمنې نه‌ کېږي، بلکې دغه د دوه اړخیزو ژمنو د ارزونې او تازه کولو کنفرانس دی.

د مالوماتو له مخې، افغان حکومت او نړېواله ټولنه به په جنیوا کنفرانس کې د ۲۰۱۹ او ۲۰۲۰ کلونو له‌پاره ګډې ژمنې وکړي.

ملي پراختیا شرکت ۴۰ زره کسانو ته د کار زمینه برابروي

Apr 01, 2020 29

ولسمشر محمد اشرف غني تېره شپه له کرونا سره د مبارزې بېړنۍ کمېټې له غړیو سره کتنه کې ټینګار کړی چې د ملي پراختیا شرکت به، د یوې میاشتې په لړ کې ۴۰ زره کسانو ته د کار زمینه برابره [...]

ملګرو ملتونو د افغانستان لپاره خپله نوې استازې معرفي کړې

Mar 25, 2020 29

ملګرو ملتونو د یاممتو پر ځای د افغانستان لپاره خپله نوې استازې معرفي کړې ده.

ترانسپورټ وزارت سږ کال ۱۲.۳ میلیارده افغانۍ عواید ټول کړي

Mar 14, 2020 29

ترانسپورټ وزارت وايي، سږ کال د ټرانسپورټي خدمتونو د وړاندې کولو له لارې ۱۲.۳ میلیارده افغانۍ عواید راټول شوي دي.

دیدگاه شما

فیلدی بامشخصات (*) الزامی است.

جستجو

سرخط خبرهای پشتو

سرخط در فیسبوک