ستر فېسبوکي پر ایفون بې باوره شوی
د فېسبوک سراعلی قوماندان او خاوند مارک زوکربرګ په دې ورځو کې له اپل کمپنۍ مرور شوی او زور يې تر ایفون موبايلونو ايستلی دی.
مارک خپلو مهمو کارکوونکیو ته امر کړی چې تر دې وروسته ایفون موبايلونه و نه کاروي او پر ځای هغه ټلېفونونه وکاروي چې په انډرایډ سيسټم چلېږي.
نیویارک ټایمز لیکي، د فېسبوک په اړه د اپل کمپنۍ د اجراییه رییس تر څرګندونو وروسته مارک غوسه شوی او خپلو مهمو کارمندانو ته یې امر ورکړې چې د ایفون له کارولو ډډه وکړي.
د اپل کمپنۍ مشر د فېسبوک د امنیت له کبله پر دغه اداره سختې څرګندونې کړې وې، خو دا لا مالومه نه ده چې مارک دا پرېکړه د خصومت له کبله کړې او که د اپل کمپنۍ پر امنیت بې باوره شوی دی.
0 دیدگاه