سيايناين له سپينې ماڼۍ وګټله
په امریکا کې د فډرال یوې محکمې امر کړی چې سپینه ماڼۍ دې د سيايناين ټلوېزیون د یو خبریال د باور سندونه بېرته هغه ته ورکړي.
تېره اوونۍ په یوه خبري غونډه کې د امریکا ولسمشر ډانلډ ټرمپ د سيايناين پر خبریال جېم اکوسټا باندې سختې نیوکې وکړې.
ټرمپ جېم ته دومره وخت ورنهکړ چې ټولې پوښتنې وکړي.
وروسته بیا سپینې ماڼۍ د جېم هغه باورلیک واخیست چې پر مټ یې هغه سپينې ماڼۍ ته ننوتلای شوای.
خو محکمې دا کار غیرقانوني اعلان کړ او امر یې کړی چې سپینه ماڼۍ دې هغه ته بېرته باورليک ورکړي.
0 دیدگاه