د خاشقچي د وژلو امر محمد بن سلمان کړی
د امریکا د استخباراتو اداره یا سيایاې دې پایلې ته رسېدلې چې د سعودي عربستان ولیعهد محمد بن سلمان د جمال خاشقجي د وژنې امر صادر کړی و.
نیویارک ټایمز لیکي، سيایاې موندلې چې محمد بن سلمان پر سعودي عربستان داسې حاکم دی چې د هغه له اجازې پرته ممکنه نه وه چې دا خبریال ووژل شي.
دا خبره د محمد بن سلمان او د سعودي د استخباراتي ټیم تر منځ د شویو ټلېفوني خبرو تر څېړنې وروسته شوې.
له دې سره امریکایي چارواکي وایي، لاهم داسې شواهد نهشته چې د سعودي عربستان ولیعهد په مستقیمه توګه د جمال خاشقجي په وژنه کې ښکېل وي.
د سعودي ولیعهد د سعودي له استخباراتو سره په ټلېفوني خبرو کې غوښتي چې خاشقجي دې سعودي ته ستون کړي.
0 دیدگاه