د سراج العمارت نه جوړېدو نیوکې ډېرې کړې
په ننګرهار کې حکومت د سراج العمارت تاریخي ماڼۍ او همدا راز باغ ته یې چندان پاملرنه نه کوي چې د یادې ودانۍ په بیا جوړېدو کې هم سستي کېږي.
د دې ولایت اوسېدونکي او فرهنګیان وايي، دا یوه تاریخي ودانۍ ده او حکومت له ژمنو سره سره بیا هم ورته پام نه دی کړی.
یاده ودانۍ چې د امیر حبیب الله خان په واکمنۍ کې جوړه شوې او له هغه را وروسته څو واره د جګړو پر مهال زیانمنه شوې.
حکومت له تېرو اتو کالو راهیسې د دې ودانۍ د جوړېدو تابیا کړې؛خو یاده ودانۍ لا هم بیا له سره و نه رغېده.
0 دیدگاه