جاغوري ته لوړپوړي پلاوی تللی
ملي امنیت وایي، په جاغوري ولسوالي کې د عملیاتو د کېدو لپاره یو لوړپوړی پلاوی دې ولسوالي ته رسېدلی دی.
د ملي امنیت د رسنیو دفتر لهخوا په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې لیکل شوي، د وسلهوالو ځواکونو لوی درستیز، د کورنیو چارو وزارت امنیتي مرستیال، د ملي امنیت د عمومي ریاست مرستیال او د ملي امنيت په سلګونو ځانګړي کمانډو په دې لوړ پوړي پلاوي کې شامل دي.
په خبرپاڼه کې لیکل شوي چې جاغوري ته د دغه پلاوي د تلو هدف په دې ولسوالي کې د طالبانو پر وړاندې د پراخو عملیاتو کول دي.
0 دیدگاه