يوې هندۍ ښځې يوه‌نيمه کيلو اوسپنې خوړلې
۲۶ عقرب ۱۳۹۷ 875 0 نظر sarkhat.af

يوې هندۍ ښځې يوه‌نيمه کيلو اوسپنې خوړلې

د هند په مهارا شټرا ايالت کې يوه څلوېښت کلنه ښځه چې سنګيتا نومېږي، ډاکټرانو يې له معدې څخه شاوخوا يوه نيمه کيلو اوسپنې را ايستلې دي.

هندۍ رسنۍ وايي، د سنګيتا په معده درد و او خلکو ملکي روغتون ته يووړه، هلته چې يې عکس واخيستل شو، مالومه شوه چې له معدې يې سم ګودام جوړ کړی دی.

په دغو اوسپنو کې منګل سوتر، مېخونه، ستنې، د بنګړو ټوټې او نورې اوسپنې شاملې دي.

ډاکټران وايي، سنګيتا کورنۍ نه لري، دماغي توازن يې برابر نه دی او پر سړکونو ګرځي.

دوی وايي، دغه ناروغي چې سنګيتا ورباندې اخته ده، Acuphagia نومېږي او ناروغ په دغه ناروغي کې اوسپنې، مېخونه او کلک شيان تر ستوني تېروي.

موږ او تاسې دې خدای له داسې ناروغي ساتي. تاسې واياست، امين.

انيل کپور هم د بالييوډ ځوان بوډا دی

Dec 29, 2019 29

د بالیووډ نامتو ستوری انيل کپور ۶۳ کلن شو، خو د هغه څېرې ته په کتو په عمر يې د چا شک راشي چې ډېر دي وي.

غلا شوې پيسې پر خلکو وشيندل شوې

Dec 29, 2019 29

په امریکا کې یو سړي بانک لوټ کړ او غلا کړي ډالر یې بهر پر خلکو وشیندل، وروسته یې ټولو ته د کرسمس مبارکي وویله.

پر سېنما ميين خلک

Dec 25, 2019 29

هند له ډېره پخوا په دې هڅه کې دی چې خپل اقتصاد پیاوړی کړي او هندوان هم په دې لټه کې دی چې د پيسو سپمول زده کړي.

دیدگاه شما

فیلدی بامشخصات (*) الزامی است.

جستجو

سرخط خبرهای پشتو

سرخط در فیسبوک