د مړه رهبر، ژوندي ځانمرګي؛ په کابل پوهنتون کې محصلانو د دولت په وسلو يو بل ويشتل
۲۶ عقرب ۱۳۹۷ 1796 0 نظر سرخط ورځپاڼه

د مړه رهبر، ژوندي ځانمرګي؛ په کابل پوهنتون کې محصلانو د دولت په وسلو يو بل ويشتل

 

کابل پوهنتون؛ د هېواد په کچه یو ستر او معتبر پوهنتون دی چې شاوخوا ۲۰ زره محصلان په‌کې زده‌کړې کوي او هر کال ترې زرګونه کسان فارغېږي.

د پنجشنبې په ورځ غرمه مهال د کابل پوهنتون په لیلیه کې د محصلانو ترمنځ شخړه وشوه چې د امنیتي ځواکونو په وینا، یو کس په‌کې وژل شوی او شاوخوا ۱۰ نور ټپیان دي. دغه شخړه شاوخوا ۱۲ نیمې بجې پیل او د مازدیګر تر ۴ یې دوام وکړ.

محصلانو په‌دې ورځ دغه ستر اکاډمیک مرکز د مذهبي، قومي، سمتي او ډلو په ناسم رقابت او جګړه‌ییز میدان بدل کړی و.

کابل ښاریان یې حیران کړي او وېرولي وو. پوره نیمه ورځ د پوهنتون په انګړ او شاوخوا کې ډزې کېدې، محصلانو د کتاب، چيپټر او قلم پرځای، یو بل پسې سوټي، تيږې او چاکوګان اخیستې وو. پوهنتون ته راغلي ټول سړکونه بند وو.

د پوهنتون اکاډمیک چاپېریال جګړه‌ييز شوی و. د دغه اکاډمیک مرکز د انګړ هغه ارامه او پاکه فضا چې انسان ته به یې سکون ورکاوه، په دغه ورځ دوی په باروتو، دودونو او دوړو نېولې وه.

محصلانو په‌دې ورځ خپل یونيفورمونه او چيپټرونه په الماریو کې قلف کړي وو، مټې یې را بډوهلې او پایڅې پورته کړې وې چې خپل ټولګیوال، ورور او افغان ووهي او ووژني.

دوی د پوهنتون او یوه اکاډمیک مرکز حیثیت تر پښو لاندې کړی و او کابل ښاریان یې وپوهول، سره له دې چې محصلان دي، خو د تېرو کورنیو جګړو د سرلارو او پلویانو په څېر دوی هم دا ښار ورته په بل مخ کولای او رنګ یې بدلولای شي.

که څه هم د پوهنتون، لوړو زده‌کړو وزارت او د کابل امنیتي ادارې مسوولانو ویلي چې محصلانو د غرمې ډوډۍ اخیستو د نوبت پر سر شخړه کړې، خو دا به کوم عقل ومني چې یوازې د ډوډۍ د نوبت پرسر دې د محصلانو ترمنځ دومره له تاوتریخوالي ډکه پېښه وشي، کابل پوهنتون دې د محصلانو د انډوخر په میدان بدل او د باندې ښار دې د باروتو بویونه ونیسي او ښاریان دې له سیمې وتو ته اړ کړي!؟

په کابل پوهنتون کې باوري سرچینو سرخط ته ویلي چې له تېرو شاوخوا دوو اوونیو راهیسې د پوهنتون په لیلیه کې د محصلانو ترمنځ لفظي او کله هم فردي فزیکي شخړې روانې وې.

د سرچینو په وینا، دغه شخړې لومړی هغه مهال پیل شوې چې شیعه محصلانو له سني هغو وغوښتل چې د دوی شمېر زیات دی او باید د لیلیې جومات دوی ته ورکړي، خو سني محصلانو ورسره و نه‌ منله او هغوی ته یې وویل چې تاسې کولای شئ د لیلیې بهر جومات کې خپل جماعت وکړئ.

شیعه محصلان غوسه کېږي او د دواړو لوریو ترمنځ لفظي شخړې کېږي.

وروسته دا موضوع د لیلیې مدیر ته رسېږي. مدیر جومات قلفوي او شیعه محصلانو ته یو پارټېشن چې له څو خونو جوړ دی، خوشې کوي او ورته سپاري یې چې عبادت په‌کې وکړي.

سرچینه وايي، تر هغه وروسته چې د لیلیې مدیر شیعه محصلانو ته پارټېشن ورکړی، بیا یې نه د هغوی اذان اورېدلی، نه یې جماعت او نه هم لمونځ لیدلی چې په‌کې کړی دې يې وي.

سرچینه زیاتوي، څو ورځې وړاندې چې طالبانو د غزني پر جاغوري او مالستان او د روزګان پر خاص روزګان ولسوالیو بریدونه وکړل، د کابل پوهنتون شیعه محصلانو د هغوی له‌پاره د عدالت‌غوښتنې په پار لاریون ته تابیا ونیوله.

د پوهنتون دروازې یې بندې کړې، درسونه بند شول او د استادانو په ګډون یې هيڅوک پوهنتون ته د درس له‌پاره نه پرېښودل.

سرچینه وايي، سني محصلانو شیعه هغو ته وویل چې لاریون ستاسې حق دی، ویې کړئ، خو له پوهنتون نه دباندې او زموږ د درسونو لپاره  خنډ مه جوړوئ، خو په وینا یې چې دا خبره یې ورسره و نه منله او هغه څه یې چې غوښتل، ویې کړل.

په‌دې سره د دواړو لوریو محصلانو ترمنځ عقده نوره هم پخېږي او بالاخره دوه ورځې وړاندې د سنيانو د جومات مؤذن د ډوډۍ اخیستو پر مهال رټي او خبرداری ورکوي چې تر دې وروسته په جومات کې اذان و نه‌ کړي.

مؤذن خبره سنيانو ته رسوي؛ هغوی هم په خپلو کې غونډه جوړوي او پرېکړه کوي چې تر دې وروسته به د هيچا ناسم حرکت نه زغمي او ځواب به یې ورکوي.

ښکاره ده چې شعیه محصلانو به هم په خپلو کې داسې غونډې کړې وي.

وړمه ورځ د دواړو لوریو محصلان د غرمې ډوډۍ اخیستو له‌پاره په لیکه کې ولاړ دي چې یوه شیعه محصل د یوه بل سني نوبت نیولی او ډوډۍ یې اخیستې ده.

سنیان غوسه شوي او په خوړنځي کې غال‌مغال جوړ شوی.

د سرچینې په وینا چې یوه ډله نور شیعه محصلان له خوړنځي د باندې چمتو ولاړ دي او کله چې د دواړو لوریو تر منځ لفظي شخړه کېږي، هغوی مداخله کوي او موضوع تاوتریخوالي ته بیايي.

سرچینه وايي، دغې شخړې ته له بهره هم ځینې کسان ورغلي، وسلې یې ور وړې او په لوی لاس یې په تاوتریخوالي اړولې ده.

د سرچینې په وینا، دغه کسان له دشت‌برچي سیمې، خوشحال‌خان او رحمان‌بابا لېسو ورغلي دي.

په کابل پوهنتون کې یوې بلې سرچینې سرخط ته ویلي چې د «فدایان رهبر شهید» ډلې په وسلو سمبال یو شمېر کسان کابل پوهنتون ته ورغلي او عملآ یې په شخړه کې ونډه اخیستې ده.

سرچینه زیاتوي، دغه د شیعه‌وو هغه ډله ده چې دولت ورته د جوماتونو او تکیه‌خانو د امنیت ساتلو په موخه وسلې ورکړې دي.

سرچینه وايي، په پوهنتون کې یو شمېر محصلان شته چې د باندې له ځینو قومي ټېکه‌دارانو او افراطيانو سره ژورې اړیکې لري او د همدوی له لوري بېلابېل مذهبي، قومي، سمتي او ژبني اختلافات پوهنتون ته راوړل کېږي، هلته د محصلانو ترمنځ خپرېږي چې بالاخره د تېرې ورځې په څېر، په تاوتریخوالي اوړي او د پوهنتون اکاډمیک چاپېریال په جګړه‌ییز بدلوي.

سره له دې چې په هېواد کې به ګڼ شمېر کسان، ګوندونه، ډلې او پردیپالې ډلې وي چې غواړي په لوی لاس د افغانانو ترمنځ اختلافات پیدا کړي او په بېلابېلو نومونو یې سره وجنګوي.

زموږ اکاډميک مرکزونه هم ترې لېرې نه‌شي پاتې کېدای، خو پوښتنه دا ده چې د کابل پوهنتون او لوړو زده‌کړو وزارت ترڅنګ، زموږ امنیتي او استخباراتي ادارې ولې د دا ډول اختلافاتو مخه نه‌شي نیولای یا یې نه‌نیسي.

ولې اکاډميک مرکزونه ترې د تاوتریخوالي او کرکې په مرکزونو بدلېږي؟ د دوی مسوولیت څه دی او څومره یې ادا کړی دی؟

دا هغه پوښتنې دي چې مسوول چارواکي یې باید ځواب کړي. روښانه ده چې یا ناکاره او ویده دي او یا هم د دا ډول خطرناکو توطیو تر شا دوی هم لاس لري.

ښوونیز او اکاډمیک مرکزونه یوازې د زده‌کړې له‌پاره دي. له سیاسي، مذهبي، قومي، سیمه‌ییزو او ژبنیو موضوعاتو باید لېرې وساتل شي.

که د لوړو زده‌کړو او پوهنې وزارتونو او د پوهنتونو مسوولان د هېواد په اکاډمیکو مرکزونو کې د روان وضعیت مخه و نه نیسي؛ نو له یادو مرکزونو دې لاسونه ومینځي او دا تمه دې ترې نه کوي چې دلته روزل شوی نوی نسل به د هېواد پر ټپونو پټۍ ولګوي، بلکې لا به یې هم له‌پاره سرخوږی شي.

خلک: د کابل ـ لوګر لویه لار ډېره ناامنه شوې

Apr 02, 2020 29

 د کابل ـ لوګر پر لویه لار زیات شمېر موټر چلوونکي او مسافر شکایت کوي، چې پر دغه لویه لار د وسله والو مخالفینو بریدونه او ناامني زیاتې شوې دي.

خونړۍ لويې لارې؛ تېر نيم کال موټرو سلګونه مسافر بلې نړۍ ته رسولي

Jan 08, 2020 29

د عامې روغتیا وزارت چارواکي وايي، د ۲۰۱۹ مېلادي کال په لومړیو شپږو میاشتو کې د ۲۰۱۸ مېلادي کال د لومړیو ۶ میاشتو په پرتله په ټرافیکي پېښو کې ۵ سلنه زیاتوالی راغلی دی.

امارت بیا په شمال کې؛ طالب ځريو په جوزجان کې پر ولس اسمان را ټيټ کړی

Dec 29, 2019 29

که څه هم وسله‌والو طالبانو له تېرې شاوخوا یوې نیمې لسیزې راهیسې په هېواد کې د جګړې له پیل سره هممهاله پر عامو وګړیو هم بېلابېل ظلمونه پیل کړي

دیدگاه شما

فیلدی بامشخصات (*) الزامی است.

جستجو

سرخط خبرهای پشتو

سرخط در فیسبوک