د موقت حکومت ډونډورې ته ځینې بې‌ډوله ګډ دي
۲۶ عقرب ۱۳۹۷ 1351 0 نظر سرخط ورځپاڼه

د موقت حکومت ډونډورې ته ځینې بې‌ډوله ګډ دي

 

د افغانستان رسنیو ته په تېرو ۱۷کلونو کې ټول مهم خبرونه د لوېدیځو مخکښو رسنیو له خوا ورکول شوي او په هر مهم خبر د افغانستان په دننه کې افغان رسنیو د اوونیو اوونیو لپاره شخوند وهلی دی. په وروستۍ دغه ډول یوه خبر کې د افغانستان د ولسمشري د ټاکنو د ځنډېدو د احتمال یادونه وشوه او ورسره سم د افغانستان په رسنیز ډګر کې دغه خبر انقلابي بڼه غوره او د هر ټلوېزیون، راډیو او ورځپانې هر خبري بولټن کې پرې پرېمانه خبرونه کښته پورته کېږي.

د تېر خلاف دغه خبر د افغانستان په سیاسي کړیو کې په زړه پورې تود بحث راپارولی.  په تېره بيا هغو سیاستوالو ته یې نوې هیله ورکړې چې فکر کوي، د افغانستان له سیاسي صحنې یې د ټوپک په زور را منځ ته کړې واکمني پای ته نږدې شوې. د لوی ایتلاف په چوکاټ کې راغونډ شوي سیاستوال هم ورته سختې نڅاوې کوي او دغه نوې ډرامه یو طلايي فرصت ګڼي چې په باور یې د دوی نیم‌ژواندي وضعيت ته به نوې ساه ورپوه کړي.

بل دلیل یې دا دی چې دوی په راتلونکي حمل کې د ولسمشري ټاکل شویو ټاکنو ته کاندید نه لري او په دغه او هغه کاندید پسې سرګردانه دي چې نیم‌واکه ونډه به یې په حکومت کې بېرته ژوندی شي. د ټلوالې په ګډون یو شمېر نور اړخونه هم د امریکا دغه احتمالي وړاندیز ته بې‌ډوله ګډ دي او ښه په درز کې یې پردۍ سریندې ته ګوتې وراچولې.

د دوی باور دا دی چې که ټاکنې ځنډول کېږي او نوی موقت حکومت را منځ ته کېږي  دوی ته به یې د خولې خوږې کېدو لپاره پتاسې ور ورسېږي.

اوس ښکاري چې د بهرنیانو پرتله په کور دننه یو شمېر بې‌واکه شوي د قدرت تږي له ولسمشر غني څخه د واک اخیستل کېدو ته ډېر لېواله دي او له خدایه هره ګړۍ دا شکر کوي چې وال سټریټ ژورنال پرې دغه زېری په داسې مهال وکړ چې زړه یې د ښاغلي غني د پلانونو له اړخه خوړین وو.

ولسمشر غني توانېدلی چې د قدرت هغه ټولې جزیرې دړې وړې کړي چې یو مهال له هغوی پرته د واک چلول یو خوب بلل کېده. د افغانستان د وروستیو څلور لسیزو  واکمن توپکوال نن داسې سوړې ته برابر شوي چې اینې ته په درېدو  په خپله سیاسي ټنډه کې خپله ماتې ویني.

هغه لوی لوی نومونه چې یو مهال یې د افغانستان پر جنګي او سیاسي فضا تندریزه وریځ خپره کړې وه او د دولتي رسنیو د ویاند ژبه  به یې په یادولو ستړې کېده، نن سبا دومره کوچني او د خلکو له ژبو لوېدلي چې د امریکا د بي۵۲ په زور هم بیا نه‌شي را پورته کېدای.

خو پوښتنه دا ده چې وال سټریټ ژورنال امریکايي ورځپاڼې د افغانستان د ټاکنو د احتمالي ځنډ له خبر سره د موقت حکومت ډنډوره ولې د افغانستان په سیاسي کړیو کې خوله په خوله کېږي؟ د وال سټریټ په راپور کې راغلي چې ممکن امریکا له ولسمشر غني وغواړي چې له طالبانو سره د خبرو د پیل او د سولې د خبرو د بري په هیله د ټاکنو نېټه وځنډوي، خو په کابل کې له حزب اسلامي پرته ډېرو نورو ګوندونو د لنډمهالي حکومت د را منځ ته کېدو ډنډورې ته زور ورکړی.

په دغه ډله کې د پخواني ولسمشر یاران او د شمالي ټلوالي واړه او زاړه تر ټولو غوړې څڼې غورځوي او په رسنیو کې یې د موقت حکومت د را منځ ته کېدو کمپاین ته زور ورکړی. ولسمشر کرزي چې په خپله واکمنۍ کې یې د طالبانو لپاره په قطر کې پرانیستی دفتر وتاړه او هغه یې د امریکا دسیسه وګڼله، نن د امریکا ډول ته د خوښۍ په ټال زنګېږي او باور یې دا دی چې د موقت حکومت په ګډون به له طالبانو سره د امریکا هر ډول هڅې افغانستان ته خېر ور په برخه کړي.

د ښاغلي کرزي تر ټولو نږدې ملګري کریم خرم په رسنیو کې هغه مهال د قطر د دفتر د پرانیستې موضوع امریکايي ډرامه وبلله او تر ټولو دغه ښاغلي د حامد کرزي ستاینه کوله چې ګنې د امریکا یوه لویه دسیسه یې شنډه کړه، خو نن د هماغې پرونۍ امریکا د سولې هڅو ته ان د موقت حکومت په را منځ ته کېدو سره خوشبینه دی.

هغه مهال ورته په قطر کې د طالبانو بیرغ پورته کېدل ناسم برېښېدل، خو نن پر هماغه دفتر په ځړول شوي بیرغ سربېره د ټول نظام د اساس بدلول او له سره د نوي حکومت را منځ ته کولو ته یې پیاز په ګنډه وهلی، خو هماغه خبره رښتیا ده چې پیشو د خدای لپاره موږک نه نیسي.

په داسې حال کې چې تر اوسه د سولې په برخه کې داسې کومه پرمختیا نه تر سترګو کېږي چې خبره دې په افغانستان کې د موقت حکومت را منځ ته کېدو ته ورسېږي، اویا دې د نظام او سیسټم په بدلون فکر وشي، خو یوه خبره روښانه ده چې که ټاکنې احیانا د سولې لپاره ځنډېږي، د موقت حکومت پر ځای به د ولسمشر غني واک د څه مودې لپاره وغځېږي چې په دې توګه به د افغانستان دولتي سیسټم له ضعیفه کېدو ژغورل شوی او د سولې او ټیکاو د را منځ ته کېدو په صورت کې به راتلونکو ټاکنو او ممکنه بدلونونو ته لاره هواره وي.

 

د ډيپلوماسي سرلاري ښکنځلې پيل کړې

Jul 23, 2019 29

امريکا چا ته ګواښ کړی دی؟ خپل سټراټېژيک ملګري هېواد ته؟ امريکا خپل ملګري د ځمکې له نقشې ورکوي؟ د امريکا لپاره د خپل ملګري هېواد د لسو ميليونو انسانانو وژل او ملګری هېواد له [...]

امريکايان د افغانستان نامرده ملګري

Jul 07, 2019 29

ملګري څو ډوله دي، نږدې، لرې، شناخته، خواخوږي، خاين، خو تر ټولو بد يې نامرده هغه دي او امريکايان د افغانانو نامرده ملګري دي.

د ولسمشري د ټاکنو بېړۍ مزل پیل کړ

Jun 09, 2019 29

ښکاري چې نړیوالې ټولنې د ولسمشري د ټاکنو د مشروعیت لپاره مټې را ونغاړلې او د افغانستان د ټاکنو د خپلواک کمېسیون لپاره یې له لسو کلونو وروسته یو ځل بیا خپل استازي د کمېشنرانو په [...]

دیدگاه شما

فیلدی بامشخصات (*) الزامی است.

جستجو

سرخط خبرهای پشتو

سرخط در فیسبوک