د موبايل بېټرۍ به اوس شپږ ساعت زيات چارج وهي
په ګرځنډه سمارټ ټلېفونو کې که څوک نوي نوي اپس انسټال نه کړي، لاس يې نه درېږي او که يې انسټالوي، نو د بېټرۍ بېړه غرقوي، خو اوس دغې ستونزې ته يوه لاره موندل شوې ده.
ساينسپوهان وايي، دوی دې پايلې ته رسېدلي دي چې که د موبايل ځينې پروګرامونه چې زيات چارج مصروي، کلاوډز ته واړول شي، شپېته سلنه د بېټرۍ چارج به وسپمېږي.
دوی وايي، په دې اړه يې څېړنې کړې دي او د پروټو ټايپ په نامه داسې اپليکېشن يې جوړ کړی چې لومړی ستاسې په موبايل کې ګوري چې کوم پرګرامونه زيات چارج مصرفوي.
وروسته دغه اپليکېشن د زياتو مصرفي پروګرامونو ډېټا کلاوډز ته اړوي او په دې توګه ستاسې د موبايل بېټرۍ د پخوا په پرتله شپږ ساعته زيات چارج وهي.
تر دې وړاندې يوازې ګوګل مپس خپله ډېټا کلاوډز ته لېږله، خو اوس نور پروګرامونه هم کولای شي داسې وکړي.
0 دیدگاه