بپاشا مزې تر سېنما ښې بولي
د هندي فلمونو ډېری فلمي ستوري داسې دي چې وينې يې، دی به د کوم فلم په شوټينګ اخته وي، خو ځينې يې لکه عامر خان، په کال کې يو فلم جوړوي.
خو د دغې سېنما وتلې فلمي ستورې بپاشا باسو بيا تر عامر خان هم اړولې ده.
بپاشا باسو وايي، ځکه کم فلمونه کوي چې غواړي له خپله ژونده خوند واخلي.
هغې هندي رسنیو ته ویلي، ژوند یوازې دا نه دی چې ۳۶۵ ورځې په کار کې تېر شي، بلکې د مزې، چړچو او تفریح لپاره هم ډېر وخت ورکول په کار دي.
هغې پر ځينو نورو ستوریو نیوکه کړې چې ټول ژوند یې یوازې فلمونو جوړولو ته بښلی دی.
0 دیدگاه