پاچا او ساتونکی
د ژمي په یوه سړه شپه کې پاچا له ماڼۍ بهر شو، د ماڼۍ مخې ته یې یو بوډا ساتونکی ولید چې نرۍ جامې یې په تن دي. پاچا ترې وپوښتل؛
ـ هوا ډېره سړه نه ده؟
بوډا وویل؛
ـ پاچا صاحب! هوا سړه ده، خو زه تودې جامې نه لرم، اړ یم چې دا سړې شپې تحمل کړم.
پاچا په مهربانۍ وویل؛
ـ زه همدا اوس ماڼۍ ته ورځم او تا ته تودې جامې در لېږم.
بوډا خوشاله شو، له پاچا یې مننه وکړه، خو د جامو ژمنه د پاچا له یاده ووته.
سبا سهار پاچا خبر شو چې بوډا مړ شوی دی او پاچا ته یې په یو کاغذ کی لیکلي دي «ای زما پاچا! ما په خپلو نریو جامو د ژمې ډېرې سړې شپې تېرې کړې، خو مړ نهشوم، اما ستا د تودو جامو ژمنه لکه چې ما ووژني.»
0 دیدگاه