د غزني د معما څلور خبرې، اصلي خبرې
څلور خبرې دي. په غرني کې د حکومت له خوا د قومي تفاوتونو په اساس چلند يو شی دی، د هزاره افغانانو خپلمنځي وحدت بل شی دی، د پښتنو جګړهماري يا جګړهخوښي يا پرې تاوانېدل بل شی دی او اوس د جاغوري د جګړې په اساس جاغوري تر نورو د ډېرو او بېخرته امتيازاتو وړ ګڼل بل شی دی. ځينې کسان دغه مسايل نه سره بېلوي او غونځې ځبي. د غزني معما په همدې کې نغښتې ده.
په دې کې يوازېنی شی چې هم يې بايد بېچون و چرا ومنو، هم يې تاييد کړو او هم يې تقليد کړو، هغه د هزاره وروڼو خپلمنځي وحدت دی. پښتانه دا نه لري. تر کردانو، بلوڅانو او بلکې د هرې سيمې تر قبايلو د وطن د تاريخي مالکيت دغه مدعي اکثريت ډېر وځپل شو، خو نه يې چا همدومره لويه او پر وخت مظاهره وليده او نه يې مرګ د نړۍ د ناورين په کتار کې حساب شو. پښتانه دې يې په دې برخه کې له هزارهوو زده کړي. لطفاً دا پيغام ډېر عام کړئ.
دويمه خبره د حکومت قومي امتيازات دي. دا بالکل د نظام حيثيت د يوې چريکې ډلې سطحې ته ټيټوي. موږ د دغه شي سخت مخالف يو او حکومت په غزني کې همداسې کړي او لا يې کوي. دا خبره له دا پورته خبرې جلا کړئ.
درېيم د دې ترخه واقعيت منل دي چې قبلول يې سخت، مګر لازم دي. هغه دا چې اکثره پښتانه جګړه خوښوي، اکثره جګړهماران پښتانه دي. لکن دلته بايد دغه معادله په ياد ولرو چې «پښتانه جګړهماران نه دي، مګر ډېر جګړهماران پښتانه دي.» دغه نوم له ځانه پرېمنځل فکري او عملي کار غواړي. دغه کار ته هيڅ وخت لاس تر زنه کېناستل په کار نه دي. دغه شي موږ هم مړه کړي يو، هم يې پړه کړي يو. فکر کوم پښتانه چې د خپل قاتل پر ضد ناره د هزاره غوندې ښکاره نهشي وهلای، يوه وجه يې دا ده چې «دوی په قاتل او مقتول دواړو ژاړي...» دا کيسه يوطرفه کېدل غواړي.
البته په دې کې د حکومت مسووليت هم خورا زيات دی، فکرونه د چاپېريال له حاکمې فضا سره مطابقت پيدا کوي. که د غزني پښتونمېشته ولسواليو ته حکومت د جاغوري نيمه خدمات هم سم تطبيق کړي وای، زمينه يې برابره کړې وای يا يې همدومره په هره وړه او لويه کيسه کې ژر غوږ پرې ګرولای وای، د پرمختګپالنې بالقوه انرژي به مو پخپله ليدلې وه چې څنګه په بالفعل فعاليت اوښتله. پښتنو ته په غزني کې حکومت د کاکا د زوی په سترګه کتلي، هزاره ورور ته د ورور. زموږ دا ګيله له حکومته او د هزاره له هغه مشره ده چې ناست د مشر پر څوکۍ دی، خو ذهناً په قومي ګيره کې بند دی. له هغه عادي هزاره نه ده چې په جاغوري کې د «رسنې» باد تنفس کوي يا يې په «جنډه» يا مقر بازار کې دوکان دی. دغه ټکي هم واضح درک کړئ.
څلورمه خبره د جاغوري جګړه ده چې لږ ميداني او تر ډېره رسنيزه وه. د صحنهسازي شک ځکه يقين ته پرې نږدې کېدای شي چې پاسونه پکې وشول. هغه داسې چې لومړی يې د ولايت کېدو اوازه شوه، دستي جګړه شوه، بيا دستي دا خبره په باميان کې د ولسمشر تر خوله پسې راووتله، دستي دلته په کابل کې هياهوی شو چې هله تباه و برباد شوو، دا دره ژر را ولايت کړئ چې کراري شي. که کراري په ولايت کېدو راځي، خو درځئ دا يو څو ډېرې ناامنه ولسوالۍ چې اوس ناامني، لاابالي او بېقانونۍ پکې معمولي شوې، ټولې ولايتونه کړو. که د جګړې د تشديد په خاطر ولايت ته لوړېدل قانوني لاره وي؛ نو ته و خدای په غزني کې کومې ولسوالي د جنګ ډېر غبار تر ستوني تېر کړی!؟؟
موږ نور هيڅ نه وايو، خو په سپينو سترګو دې څوک زموږ پر قربانيو، زموږ پر حقوقو، زموږ پر فکري تنوير او زموږ پر تاريخي حيثيت پښه نه ږدي. خلاص.
0 دیدگاه