حکومت طالبانو ته پڅ ځواب ورکړ
کورنیو چارو وزارت د مسکو په غونډه کې د طالب استازیو د خبرو په غبرګون کې وايي، افغان امنیتي ځواکونه په زیاته کچه پوځي اسانتیاوې لري.
د مسکو په ناسته کې طالبانو ویلي، د هېواد پنځه اویا سلنه خاوره یې لاس کې ده او افغان سرتېري پوره تجهیزاتو ته لاسرسی نهلري.
اوس د کورنیو چارو وزارت وايي، طالبان نهشي کولای د جګړې له لارې خپلو موخو ته ورسېږي.
طالب استازیو په مسکو کې خبریالانو ته ویلي، په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو په وتو سره سوله راځي.
طالب استازي خبرداری ورکوي، دوی به بهرني ځواکونه له افغانستانه به زوره وباسي.
0 دیدگاه