پاکستاني ملایان: سمېعالحق د جنرال رازق په غچ کې وژل شوی
ډېپلوماټ مجله د یوشمېر پاکستاني ملایانو له قوله لیکي چې د پاکستان د جمعیتعلما اسلام مشر مولانا سمېعالحق د کندهار امنیې قومندان جنرال عبدالرازق په غچ کې وژل شوی دی.
د دغه مطلب لیکوال لیکي، د پاکستان په ځینو راډیکاله کړیو کې داسې ګنګوسې هم کېږي چې نوموړی امریکا وژلی او دا نظر به په حقانیه مدرسه کې روزل شوي طالبان وهڅوي چې افغانستان کې خپلې جګړې ته زور ورکړي.
د لیکوال په خبره، اسلاماباد باید د ترهګرۍ د مخنیوي لهپاره لاس پهکار شي د او هغو کسانو پروړاندې اقدامات وکړي چې د دین او مذهب په نوم ترهګري کوي.
0 دیدگاه