طالبانو د کندوز له دشتارچي ولسوالي نه ۵۰۰ کورنۍ کډه کړي
له کندوز ولایته وروستي راپورونه ښيي چې دغه ولایت کې د امنیتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ سخته جګړه روانه ده.
طالبانو پهدې سیمه کې له ۳۰ ډېر کلي نیولي او شاوخوا ۵۰۰ کورنۍ یې کډه کولو ته اړ کړي دي.
د کندوز ولایتي شورا رییس محمدیوسف ایوبي وايي، قرلق سیمه د خواجهغار او تاجکستان ترمنځ ستراتېژیکه سیمه ده او امنیتي ځواکونه یې په ساتلو کې پاتې راغلي دي.
خو د کندوز امنیتي مسوولان د یادې سیمې بېرته نیولو لهپاره د عملیاتو خبر ورکوي.
بلخوا وسلهوالو طالبانو بېګاه د دغه ولایت پر کلایزال ولسوالي برید کړی چې له کبله یې ۱۰ سیمهییز پولیس شهیدان شوي او ۱۶ نور ټپیان دي.
د کندوز امنیې قومندانۍ د امنیت امر صفيالله مخزون که څه هم پېښه تاییدوي، خو د اوښتې مرګژوبلې په اړه د معلوماتو له ورکولو ډډه کوي.
0 دیدگاه