طالبانو د کندوز له دشت‌ارچي ولسوالي نه ۵۰۰ کورنۍ کډه کړي
۱۹ عقرب ۱۳۹۷ 964 0 نظر sarkhat.af

طالبانو د کندوز له دشت‌ارچي ولسوالي نه ۵۰۰ کورنۍ کډه کړي

له کندوز ولایته وروستي راپورونه ښيي چې دغه ولایت کې د امنیتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ سخته جګړه روانه ده.

طالبانو په‌دې سیمه کې له ۳۰ ډېر کلي نیولي او شاوخوا ۵۰۰ کورنۍ یې کډه کولو ته اړ کړي دي.

د کندوز ولایتي شورا رییس محمدیوسف ایوبي وايي، قرلق سیمه د خواجه‌غار او تاجکستان ترمنځ ستراتېژیکه سیمه ده او امنیتي ځواکونه یې په ساتلو کې پاتې راغلي دي.

خو د کندوز امنیتي مسوولان د یادې سیمې بېرته نیولو له‌پاره د عملیاتو خبر ورکوي.

بلخوا وسله‌والو طالبانو بېګاه د دغه ولایت پر کلای‌زال ولسوالي برید کړی چې له کبله یې ۱۰ سیمه‌ییز پولیس شهیدان شوي او ۱۶ نور ټپیان دي.

د کندوز امنیې قومندانۍ د امنیت امر صفي‌الله مخزون که څه هم پېښه تاییدوي، خو د اوښتې مرګ‌ژوبلې په اړه د معلوماتو له ورکولو ډډه کوي.

د لوگر ولایت مقام د ساتونکو ترمنځ خپل‌منځي نښته کې یو ساتوونکی شهید شوی

Mar 24, 2020 29

د لوګر ولایت مقام د ساتوونکو ترمنځ خپل‌منځي نښته کې یو ساتوونکی شهید شوی او یو بل ټپي دی.

بادغیس کې طالبانو پنځه امنیتي سرتېري شهیدان کړي

Mar 14, 2020 29

د بادغیس سیمه ییز چارواکي وايي، د وسله والو طالبانو په یو برید کې د افغان ځواکونو ۵ تنه سرتېري وژل شوي دي.

طالبانو په زابل کې یو خبریال تښتولی

Mar 08, 2020 29

وسله‌والو طالبانو د عیسي محمد قلمیار په نوم د زابل یو سیمه ییز خبریال تښتولی.

دیدگاه شما

فیلدی بامشخصات (*) الزامی است.

جستجو

سرخط خبرهای پشتو

سرخط در فیسبوک