طالبان: بهرني ځواکونه دې له افغانستان نه ووځي
د مسکو غونډه کې د وسلهوالو طالبانو استازو له افغانستان نه د بهرنیو ځواکونو د وتلو غوښتنه وکړه.
دوی په افغانستان کې د روانې جګړې لامل د بهرنیو ځواکونو موجودیت وباله او ټینګار یې وکړ، که یاد ځواکونه افغانستان پرېږدي یا هم د وتلو مهالوېش اعلان کړي، دوی به جګړه پرېږدي او له افغان حکومت سره به سوله وکړي.
د مسکو غونډه د افغان سولې په اړه جوړه شوې وه چې د افغان حکومت تر ګډون پرته د جمعې په ورځ جوړه شوه.
دغې غونډې ته د سولې عالي شورا ۴ کسیز پلاوي ترڅنګ، د طالبانو استازي هم ورغلي وو.
0 دیدگاه