غزني جګړه کې ۳۹ طالبان وژل شوي
ملي دفاع وزارت وايي، د غزني په جګړه کې یې ګڼ شمېر طالبانو ته مرګژوبله اړولې ده.
د دغه وزارت په رسمي ټویټ کې لیکل شوي، تراوسه یې د یادو نښتو پرمهال ۳۹ طالبان وژلي دي.
په همدې حال کې د ولسمشر مرستیال ویاند شاهحسین مرتضوي وايي، غزني ته تازه دمي ځواکونه رسېدلي او ډېر ژر به وسلهوال طالبان مات کړي.
په همدې حال کې د غزني د والي ویاند محمدعارف نوري وايي، مرستیندویه امنیتي ځواکونه له مرکز نه ولسوالۍ ته رسېدلي او اوسمهال هم په ځینو سیمو کې چاڼیز عملیات روان دي.
د نوري په وینا. افغان امنیتي ځواکونو د دې ولایت په جاغوري ولسوالي کې طالبانو ته د درنې مرګژوبلې اړولو ترڅنګ، هغوی له سیمې اېستلي دي.
0 دیدگاه