استخباراتي شبکې د جاغوري جګړه قومي کوي
افغانستان په خورا ځیرکانه ډول قومي جګړې ته ورټېل وهل کېږي. د سیمې استخبارات هڅې کوي چې په دې حساس وخت کې د پښتنو او هزاره افغانانو تر منځ قومي شخړې پراخې کړي. په ارزګان، د غزني په جاغوریو او مالستان کې پر یوه وخت د جګړو تودېدل او بریدونه ډېرې پوښتنې تر شا لري. له ۱۷ کلونو وروسته ولې په یوه ځل طالبانو د افغانستان په دریو مرکزي سیمو کې پر هزاره مېشتو سیمو بریدونو ته زور ورکړی.
سره له دې چې په ارزګان کې برید د یو نومبدي او خپلسري وسلهوال حکیم شجاعي له خوا شوی و چې پخپله پکې ټپي شو، خو له ۱۷ کلنې حوصلې وروسته ولې وسلهوالو طالبانو په جاغوریو او مالستان وسله وکړ. دغو پېښو ته په ډراماټیک ډول د ۲۴ ساعتونو په دننه کې بشپړ قومي رنګ ورکړل شو او یو شمېر هزاره سیاسي مشرانو او مدني فعالانوهم په دې پردۍ استخباراتي لوبه تېل ور وشیندل او هڅه یې وکړه چې طالبان د پښتنو استازي وبولي او له هزارهګانو د لرې اوسېدو خبرداری یې ورکړ.
تر ټولو تند غبرګون او د هزارهمېشتو افغانانو د دفاع ډولونه د ملي شورا یو شمېر وکیلانو وډنګول او پر ټولنیزو رسینو یو شمېر سرناخلاصو مدني فعالانو ورته زور ورکړ. همدغو کسانو په خپلو لیکنو او ویناوو کې هڅه وکړه، د غزني او ارزګان جګړه د پښتنو او هزارهمېشتو وګړيو تر منځ وبولي.
طالبانو د جاغوریو پر ولسوالي ځکه برید وکړ چې بشپړ دولتي حاکمیت پکې واکمن، دولتي ادارې پکې فعالې او له حکومت سره یې خلک له هر اړخه همکار دي، خو دا نه د پرون کیسه ده او نه ده اوونۍ یا میاشتې او کال وړاندې خبره، بلکې له ۲۰۰۱ کال راهیسې دغه سیمه کې بشپړ ډولتي حاکمیت ټینګ او اوسېدونکي یې د غزني له داسې سیمو او لارو خپلو مېنو ته ورتېرېږي چې به بشپړ ډول د طالبانو په واک کې دي.
طالبانو له تېرو ۱۵ کلونو راهیسې د افغانستان په مختلفو ولایتونو کې پر هزاره افغانانو له مخامخ بریدونو ډډه کړې او د ډېرو په باور لامل یې قومي مسالو ته د لمن وهلو مخنیوی و، خو اوس کوم استخباراتي اړخ وتوانېده چې په داسې حساسو حالاتو کې چې یو خوا په مسکو کې د طالبانو او د سیمې د هېوادونو ناسته روانه ده او بل خوا د جینیوا کنفرانس راتلونکی دی، پر جاغوریو د طالبانو برید وشو.
د دغې نوې جګړهیزې هڅې سره سم په کور دننه د دغې ولسوالۍ او نورو هزارهمېشتو سیمو د مسلح کولو غوښتنې زیاتې شوې دي.
دغه پروژه په کابل کې د محرم د لسمې د مراسمو د امنیت ساتنې پر مهال وار له مخه تجربه شوې چې د ښار په یو شمېر سیمو کې اوس هم عادي هزارهګان د خپلو مذهبي ځایونو د ساتنې لپاره وسله په لاس ولاړ وي چې ډېرو ته یې په پلازمېنه کې اندېښنې پیدا کړې دي.
که د جاغوریو جګړه لږ نوره پسې وغځېږي، ممکن د نظام دننه د دغې ولسوالۍ خلکو ته د وسلو د ورکړې خبره جدي کړي او یوځل بیا به په افغانستان کې د ځان د دفاع په نوم د عامو خلکو لاسونو ته وسلې ورسېږي.
ممکن د افغانستان د دښمنانو یو مهم هدف همدا وي چې طالبان په مرکزي افغانستان کې داسې جګړې ته ورټېل وهي چې مذهبي او قومي اور پکې خپور شي. په ارزګان کې د دغه ډول هڅې نښې لا له مخه ښکاره شوي او د خبرونو پر اساس هلته هزارهمېشتو وسلهوالو د طالبانو په نوم پر پښتونمېشتو خلکو بریدونه زیات کړي او پښتونمېشتو خلکو له مجبوریته طالبانو ته لاس ور اوږد کړی. ښکاري چې دغه ټولې پېښې لکه د ځنځیر کړۍ له یوه او بل سره تړلي او سر یې د پردیو په لاس کې دی.
دا جګړه د افغانستان حکومت ته هم په یوه خطرناک سرخوږي بدلېدونکې ده چې اوس حکومت د هزاره ولس د دفاع په موخه ځانګړي ځواکونه جاغوریو ته ور استولي او د ولسمشر ویاند پر خپله فیسبوکپاڼه په دري ژبه لیکلي چې «کماندوها ازمرکزجاغوري به طرف خط اول رفتند» خو د همدې پوسټ په پای کې یې په پښتو لیکلي چې «دا ګز دا میدان.» یو شمېر فیسبوک کاروونکيو پوښتنې راپورته کړې چې د ښاغلي شاه حسین مرتضوي موخه به په پښتو له دغې ننګونې څه وه؟ ځینو لیکلي چې ممکن طالبان یې پښتانه بللي وي او په پښتو یې مخاطب کړي وي، خو ځینو نورو دې موضوع ته هم د قومي انګېزې په توګه اشاره کړې.
ها خوا د سولې شورا مشر کریم خلیلي له ایرانه غږ پورته کړی چې طالبان دې له هزارهګانو لرې اوسي، که نه پوز به یې په خاورو ورته ومښي.
پر خواله رسنیو یو شمېر نورو کاروونکيو ویلي چې «مربي داری مربا بخور» او لیکلي یې دي چې د افغانستان د ډېرو نورو سیمو خلاف پر جاغوریو د طالبانو د برید په هماغو لومړیو ساعتونو کې ځانګړي کمانډویان د سیمې د دفاع لپاره واستول شول چې د دې ولسوالي خلک د طالبانو له ګواښه وژغوري، خو پرغزني ښار له برید څلور ورځې وروسته هم کمانډویان د ښار د ژغورنې لپاره نه وو استول شوي او په همدغه غزني کې د اندړو لویه پښتونمېشتې ولسوالۍ چې د حکومت په دفاع کې یې تر ټولو ولسوالیو ډېره ولسي قرباني ورکړه د طالبانو د بربریت او وحشت په اوج کې د همدې غزني د مدافعانو له ټولو هېره ده او هیچا هلته د طالب خلاف غږ پورته نه کړ.
همدا خلک وايي چې اندړ د خلیلي، محقق او سرور دانش په څېر مربیان نه لري او د غزني وکیلان خو هسې هم له خپلو هزارهګانو پرته پښتانه نه ویني او غزنی ورته یوازې جاغوري او مالستان ښکارېږي، خو کېدای شي د حکومت موخه د سیمهیزې استخباراتي جګړې په چوکاټ کې د قومي ټکر مخنیوی وي چې د ځانګړو ځواکونو په مټ د وسلهوالو په ځپلو سره د قومي ترینګلتیا مخه ډب کوي، خو دغلته په ناخبره توګه سیمهیزخلک یوې داسې اوربلوونکې شخړې ته ورټېل وهل کېږي چې طالبان پکې د خاشاکو په توګه کارول کېږي.
0 دیدگاه