ټهګز اف هندوستان نوي ريکارډونه جوړل کړ
۱۸ عقرب ۱۳۹۷ 1441 0 نظر سرخط ورځپاڼه

ټهګز اف هندوستان نوي ريکارډونه جوړل کړ

باوجود د دې چې د عامر خان او اميتاب بچن تازه فلم، ټهګز اف هندوستان د سېنماوو پر پردو د راښکاره کېدو په لومړۍ ورځ انلاين هم خپور شو، دغه فلم د خپرېدو په لومړۍ ورځ پنځه سوه او دوه ويشت ميليونه هندۍ کلدارې ګټلې دي.

د دغه فلم له خپرېدو سره سم، په خلکو کې مايوسي خپره شوه، ځينو دغه نوی فلم د منځنۍ کچې فلم وباله او ځينو نورو بيا وويل چې کتل يې د وخت ضايعه ده، خو بيا هم دغه فلم دومره پيسې وګټلې چې د خپرېدو په لومړۍ ورځ تر اوسه په هند کې کوم فلم نه وې ګټلې.

تر دې وړاندې سنجو د خپرېدو په لومړۍ ورځ درې سوه او اووه څلوېښت ميليونه، رېس۳ دوه سوه او يو نوي ميليونه، ګولډ دوه سوه او دوه پنځوس ميليونه او باغي فلم د خپرېدو په لومړۍ ورځ دوه سوه او يو پنځوس ميليونه هندۍ کلدارې ګټلې وې.

انيل کپور هم د بالييوډ ځوان بوډا دی

Dec 29, 2019 29

د بالیووډ نامتو ستوری انيل کپور ۶۳ کلن شو، خو د هغه څېرې ته په کتو په عمر يې د چا شک راشي چې ډېر دي وي.

غلا شوې پيسې پر خلکو وشيندل شوې

Dec 29, 2019 29

په امریکا کې یو سړي بانک لوټ کړ او غلا کړي ډالر یې بهر پر خلکو وشیندل، وروسته یې ټولو ته د کرسمس مبارکي وویله.

پر سېنما ميين خلک

Dec 25, 2019 29

هند له ډېره پخوا په دې هڅه کې دی چې خپل اقتصاد پیاوړی کړي او هندوان هم په دې لټه کې دی چې د پيسو سپمول زده کړي.

دیدگاه شما

فیلدی بامشخصات (*) الزامی است.

جستجو

سرخط خبرهای پشتو

سرخط در فیسبوک