د امريکايي نظامي افسر کونډې ته د افغان پيلوټ پرانيستی ليک
۱۷ عقرب ۱۳۹۷ 1823 0 نظر ژباړه، سيد شاه

د امريکايي نظامي افسر کونډې ته د افغان پيلوټ پرانيستی ليک

"د افغانستان د ۷۷هوايي لوا جګړن عبدالرحمان رحماني د برنټ ټيلر په نامه د يوه وژل شوي امريکايي نظامي افسر مېرمنې ته پرانيستی ليک ليکلی دی.

پر ټيلر باندې د تېرې شنبې په ورځ په کابل کې يوه وسله‌وال چې د ملي اردو درېشي يې پر تن وه ډزې وکړې.

نهه دېرش کلن ټيلر په عامه اړيکو کې ماسټري کړې وه، اوس د يوټا پوهنتون د ډاکټري د دورې محصل و او اووه اولادونه يې تر شا پرېښوول."

اغلې ټيلر!

زه جګړن عبدالرحمان رحماني نومېږم، په کابل کې د افغان هوايي ځواک د ځانګړيو عملياتو پيلوټ يم او له هغه ځايه ايله څو ميله لېرې يم چې تېره ورځ پکې يوه شيطان ستا پر درانه خاوند برنټ ټيلر د توپک شاجور تش کړ.

ما دې له خاوند سره په ډېرو عملياتو کې ګډې الوتنې کړې. هغه يو عجيبه هڅوونکی او تشويقوونکی انسان و. تاسې ټول ورباندې ګران واست.

اوس مې هم نه دي هېر چې ويل به يې، "کورنۍ يوازې يو څه نه، بلکې هر څه ده."

ته به زموږ او ستاسې په ځينو کلتوري توپيرونو خبره يې، يا نه، خو چې لنډه درته ووايم، دلته ډېرو ته خپله کورنۍ هر څه نه ده، يوازې يو څه يې بولي.

دلته کورنيو ته د جايداد په سترګه کتل کېږي، کټ مټ هماغسې برخورد ورسره کېږي.

دلته يوه ښځه نه په کور دننه او نه له کوره د باندې ځان هغسې ښوولای شي، څنګه چې ده.

دلته له ماشومانو سره لا د کورنيو له خوا ناوړه چلند کېږي.

زه منم، تر هغه وخته چې لا له ښاغلي برنټ ټيلر سره نه وم مخ شوی، د ښځې او نارينه په برابري مې چندان باور نه درلود.

ستا خاوند ماته راوښوول چې له حميدې مېرمنې سره مې د ځان د يوه انډول انسان غوندې چلند وکړم او اولادونه مې د خدای له خوا ارزښتمنه ډالۍ وبولم.

ده را زده کړل چې بايد ښه پلار، ښه خاوند او ښه سړی و اوسم.

اغلې ټيلر!

ما خپله هم په دغه خونړي جنګ کې چې له تېرو دېرشو کالو راهيسې مې په وطن کې روان دی، د کورنۍ اته غړي شهيدان ورکړي دي.

پلار مې، درې کاکاګان مې، دوه د تره زامن مې په همدې جنګ کې له لاسه ورکړي دي. همدې جنګ راڅخه ډېر ملګري اخيستي دي.

زه خپله دوه ځله په همدې جګړه کې ټپي شوی يم، پر ښي لېنګي مې اوس هم د همدې بې‌رحمه جګړې زخمونه پاتې دي، خو ستا د وياړلي خاونده په خبره، خپلې "سپېڅلې جګړې" ته به تر پايه دوام ورکوم، ځکه زه د يوې سترې انګېزې لپاره جنګېږم.

برنټ به راته ويل، ته چې جګړه کوې، يوازې د خپلو افغانانو لپاره يې نه کوې، په يوټا کې زما د پاتې اولادونو لپاره هم جنګېږې. ستا جګړه ده چې موږ، زموږ تر مېنو پورې د نړيوال ټروريزم د رارسېدو له وېرې ساتي.

ده به ويل، موږ نه غواړو په هېواد کې مو بيا د سپټمبر يوولسمه تکرار شي.

جيني!

اوو واړو اولادو ته دې زما پيغام ورسوه. ماته مې خپل پنځه واړه اولادونه طحه، طيبه، تواب، وهاب او اقصا ستا د اولادونو خويندې او وروڼه ښکاري.

اولادو ته دې ووايه چې پلار مو يو مينه‌ناک، غمخور او زړه سواند انسان و. د ده ژوند د نورو پر ژوند ګټور اغېز کاوه او د خلکو ژوند يې بدلاوه.

ما له ده څخه ډېر څه زده کړي دي او ځان راته بختور ښکاري چې له ده سره مې پېژندلي و.

 زه باور لرم که دی ژوندی وای، دا هر څه چې يې ماته راکړي، د دې دومره احسانونو هيڅ بدل به يې نه وای غوښتی، خو دا يې پر ځان پور بولم چې تاته ووايم، تاته زه د يو داسې چا په اړه ليکم چې ما مې تر ټولو نږدې ملګری باله او بې‌حده راباندې ګران و.

زه د يو داسې رهبر په اړه درته ليکم چې په هر څومره سخت ماموريت کې به تر ټولو ړومبی دی روان و.

اولادو ته دې تل وايه چې پلار يې يو ستر انسان او بې‌جوړې وطنپال و. دی زموږ دواړو هېوادو ته د ولسواکي او خپلواکي د بريا په لار کې تر ژوند تېر شو.

ده يوازې امريکايانو ته نه، بلکې درستې نړۍ ته د ولسواکي او خپلواکي د اهميت درس ورکړ.

تاسې دې خبر ياست چې ټول افغانان ستا د خاوند او ستا د اولادونو د پلار په مرګ همدومره غمجن دي لکه تاسې.

 زه پوهېږم تاسې څومره دردېږئ، زه باور لرم چې نه يې شم بيانولای، خو ګوره چې کله هم داسې فکر و نه کړئ چې د ده وژنه د افغانانو کار و، يا دغه ناوړه کار د امريکايانو په اړه د افغانانو د دريځ او برخورد استازيتوب کاوه.

زه ډاډ درکوم، هغه چا چې ستا پر خاوند ډزې وکړې، يوازې د خپل شيطاني وجود استازی و.

دلته موږ او د برنټ نورو ملګريو يو وار بيا وعده تازه کړه چې تر هغه وخته پورې به دغې جګړې ته دوام ورکوو، تر څو مو چې وطن ته سوله او ارامي نه وي راغلې. موږ به تر هغې ورځې لا سخت کار کوو، تر څو چې ټروريزم په بشپړه توګه داسې وهل شوی نه وي چې بيا زموږ دواړو له وطنوالو، ژوند وا نه خيستلای شي.

زه دعا کوم چې خدای دې تاسې ته صبر درکړي او په دغو بدو او سختو ورځو کې دي درباندې لا ډېر مهربانه شي.

زما له خوا ژوره خواخوږي او غمرازي ومنه.

خدای دې مل.

عبدالرحمان رحماني

د افغانستان د ۷۷ هوايي لوا جګړن

د اجراييوي برخې کورنۍ سياسي چارې ولشمسر غني ته پرېږدئ!

Apr 01, 2020 29

پيغام د افغانستان نوي پارلمان استازو ته وړاندې کوم، چې ډېرى يې لوستي او پوه ځوانان دي. زما په نظر د افغانستان په تاريخ کې لومړنى ځوان، د پخواني دستور خلاف د قومي متنفذينو او [...]

زلمي خليل‌زاد ته!

Mar 23, 2020 29

وايي د خليلزاد پلرنى ټاټوبى شين لغمان دى. پلار يې د ظاهر شاه بابا په وخت کې دولتي مامور و. د دندې لپاره مزارشريف ته لاړ او خليلزاد هم همالته په ۱۹۵۱ زيږديز کال کې وزيږېده.

پوهېږئ؛ چې نوی کال څنګه پيل کړو؟

Mar 20, 2020 29

خو له بده مرغه  چې ۹۵ سلنه کسان په ځانګړي ډول ځوانانو د کال په جریان کې هېڅ مشخص اهداف نه لري، دوی ټول کال بې هدفه تېر کړی وي، یا د هدف په ارزښت نه پوهېږي او یا دا چې ورته مهم نه [...]

دیدگاه شما

فیلدی بامشخصات (*) الزامی است.

جستجو

سرخط خبرهای پشتو

سرخط در فیسبوک