چين ته هم د افغانستان پښه خلاصه شوه
افغان ولسمشر محمد اشرف غني د افغانستان-چین تر منځ هوايي سوداګریز دهلېز پرانیست.
افغان ولسمشر محمد اشرف په کابل کې له چین سره د هوايي دهلېز په پرانیست غونډه کې وویل، تمه ده چې د افغانستان هر تولیداتي قلم په یوه ځنځیروي ارزښت بدل شي.
ولسمشر زیاته کړه؛
"د خصوصي سکټور پیغام ټولې نړۍ ته دا دی چې د افغانستان صادرات به د افغانستان په اوچت نوم نړۍ ته صادرېږي، نه د بل چا په نامه. ځنغوزي یې لومړۍ برخه ده، هیله مې دا ده چې د افغانستان هر تولیداتي قلم په یوه ځنځیروي ارزښت بدل شي. "
ولسمشر دا هم وویل چې هر کال به د لړم ۱۵مه نېټه د ځنغوزیو د ملي ورځې په توګه نمانځل کېږي.
ولسمشر زیاتوي، د والیانو او خصوصي سکټور د مالوماتو له مخې، په افغانستان کې شاو خوا ۳۵ زره ټنه ځنغوزې توليدېږي.
0 دیدگاه