په مصر کې ۱۹ وسلهوال وژل شوي
د مصر امنیتي ځواکونه وايي، هغه ۱۹ وسلهوال يې وژلي دي چې ګمان کېږي پر مصري قبطیانو يې د نومبر د دویمې نېټې برید کړی و.
د مصر د کورنیو چارو وزارت وویل، دا وسلهوال يې په المینیا ولایت کې چېرته چې پر قبطیانو برید شوی و، په نښه کړي دي.
د نومبر په دويمه نېټه پر قبطي زیارت کوونکيو د وسلهوالو په برید کې لږ تر لږه ۷ کسان ووژل شول.
0 دیدگاه