د باليووډ په اسمان کې يو نوی ستوری په ځلېدو دی
د بالیووډ په ډګر کې د سلمان خان دوی کورنۍ لوی نوم لري، نه یوازې دا چې کورنۍ یې زیات ستوري لري، بلکې د فلم انډسټري يا صنعت په برخه کې هم لوی کاروبار لري.
که څه هم تازه د دې کورنۍ ناوې ملایکه ترې جلا شوه، خو اوس یې ځای شاید علیزي ونیسي.
هندي رسنۍ لیکي چې سلومیا شاید په دبنګ۳ فلم کې خپلې خورزې ته وخت ورکړي.
الویرا اګني د هغې هغه خور ده چې له سړک یې را پورته کړې او په خوله یې ورته خور ویلي دي، خو اوس زمینه ورته برابره شوې چې بالیووډ کې قدم کېږدي.
رسنۍ لیکي، سلمان خان په دې لټه کې دی چې علیزي ته په بالیووډ کې یو ځانګړی ځای پیدا کړي او شاید هغه په دې کار کې بریالۍ هم شي.
0 دیدگاه