د سمیع الحق وژنه او افغان ملتپالنه
د ملا سمیع الحق پر مړینه د افغانانو غبرګونونه د دغه هېواد د ښه راتلونکي هیلې غوړولې او ښيي چې افغانان د ملت کېدو پر لور ګامونه اخلي او که څو نورې داسې پېښې وشوې، د دې ملت رښتینی تصویر به د افغانستان دښمنان وویني. د مولانا سمیع الحق له وژنې وروسته د افغانستان په سیاسي کړیو خوله پټې حاکمه فضا هم ښيي چې د افغانستان د ملت زوروره وېره د هغو سیاسي څېرو زړونو ته ور کښته شوې چې یو مهال یې پاکستان خپله قبله بلله.
هغو چې د جنرال ضیاءالحق په جنازه کې یې په ژړا سترګې سرې او ګرېوانونه لانده کړل نن یې د یوه مخکښ شاګرد پر مړینه له وېرې خوله نهشي چوله کولای. هغه نور هم سخت غلي دي چې د قاضي حسین احمد فاتحه یې په کابل کې اخیسته او په پاکستاني پیرانو پسې یې ساندې غږولې.
پېښو ته د دې ملت د ځوان قشر غبرګون له ډېرو په کور دننه لار ورکه کړې او هرې لویې او کوچنۍ موضوع ته سم دلاسه پایڅې نه پورته کوي. هغوی به چې سیاست د ځان لپاره کاوه او له پېښو سره به یې معامله خپل میراثي حق ګاڼه، اوس په ساعت کې ۵۰ دقیقې پر پېښو او معاملو د ملت په غبرګون چورت وهي او په اسانه هرې خوا دانګلو ته زړه نه ښه کوي.
دغه ټول پرمختګونه د دې ملت د ښه راتلونکي ښکاره نښې دي چې سیاستوالو ته یې خپل حدود ور پېژني او د ملت د ارادې تمثیلولو لار ورښيي.
ښکاري چې هغه وختونه اوبو یووړل چې یو شمېر افغانانو ته پاکستان سکنی ورور او دویم کور برېښېده، برعکس نن اسلاماباد ورته د افغانستان د بدبختیو ځاله برېښي چې د دین دښمنانو پکې د دین د پتنګانو په نوم یو شمېر سرناخلاصي را ایسار کړي دي.
د هغو چې ډوډۍ یې لا هم د پاکستان په تناره پخېږي او یا یې پرون د هغوی پاخه کړي دال خېټې ته کوز کړي وېره لري چې که یې د پرونیو پاکستاني ملګريو په حق کې په تېروتنه له خولې سپوڼ ووت له خپل سیاسي ژوند سره به يې قمار وهلې لوبه کړې وي.
د دې ملت د سیاستوالو قیزه ایله بیله د دې ملت لاسونو ته ور نږدې شوې او که یې د دوی د ځغاستې شټرينګ را ټینګ کړ، د افغانستان خوندي کېدل او ارامېدل به رښتیا شوی خوب وي.
که د واک او ځواک په لوبه کې د دغو رامخې ته شویو ځوانانو زور نه وای، نن به مو په مولانا سمیع پسې هم د ډېرو چړیانو مرثیې د کابل له لوډسپېکرونو اورېدلې وای.
هغه چې پرون یې په صفت نه مړېدل نن ورته ځانونه بڼکې بڼکې برېښي او دوعا یې دا وي چې خدای پاک له داسې مجبورې ورځې وساتي چې د خپل پروني لارښوو په تقدیر خوله پرانیزي، خو ښه زېری دا دی چې د پاکستان تر ټولو سرسختي مخالفان هم هغه ځوانان دي چې د پاکستان په کمپونو کې یې د کوچنیوالي او تنکۍ ځوانۍ له مایوسۍ او خپګانه څو ډکې شپې تېرې کړې دي. د دې ځوان نسل هوښیاري د افغانستان د وروستۍ لسیزې تر ټولو ستره پانګه او لاس ته راوړنه ده چې د خپل پلار پرتله یې خپل ازلي دښمن ښه پېژندلی او که لاس یې بر او چانس یې برابر شي، کېدای شي د خپلو مشرانو هغومره ګوزاره ورسره و نه کړي.
په افغانستان کې د جګړې په اور داسې پوخ شوی نسل د سیاست ډګر ته ور داخلېدونکی دی چې خپل او پردی له ټندې پېژني او پخپله تله یې کښته پورته وزن کوي.
په افغانستان کې د ټولنیزو او رسمي رسنیو پر مټ د ځوان کهول له ډانګپېیلي نظر څخه نه یوازې په کور دننه د ډېرو زړه خوړین دی، بلکې د افغانستان ګاونډیان په تېره بيا پاکستان او ایران ته یې زړه ورشین کړی.
دغه نسل پر ټویټر، فیسبوک او انسټاګرام د وژل شوي سمیع الحق په اړه په لویه کچه دومره ترخه ژبه کارولې چې د ټویټونو په لوستلو یې ممکن د پاکستان په GHQ کې د افغانستان ضد کړۍ ډېر سټراټېژیسټان ستړي کړي وي.
دا به لومړی ځل وي چې د یوه بهرني ملا وژنې ته افغانان په دومره ډېر شمېر کې ترخه او خواږه پوسټونه او ټویټونه کوي. خواږه ورته د هغه پر مرګ د خوښۍ او ترخه ورته د هغه پر شخصیت او کړنو د غندلو له اړخه ویلای شو.
یوه داسې ګاونډي ته چې له افغانانو سره یې د ژبې، فرهنګ، دین او جغرافیې په شمول ډېر څه مشترکات کښته پورته کول، دا ډول غبرګون د دوست او دوښمن له پېژندلو پرته نور څه مانا ورکولای شي؟
پاکستان منلي چې پر افغانستان او افغانانو ۳۰ کلنه پانګونه یې پر سیند لاهو شوې او له همدې کبله اوس د ښو او بدو طالبانو په خوا کې د ښه مهاجر «پاکستانپلوی» او بدمهاجر «رښتینی افغان» اصطلاحات کاروي او هغو افغانانو ته د هند د دوستي پېغور ورکوي چې خپل وطن ورته ګل وطن ښکاري.
د پاکستان زړه ته داسې نرۍ څړیکه ور پیدا شوې چې د ایایسای د متقاعدو جنرالانو په خوا کې یې هغه مذهبي مشران هم د خپل سر خیر له ISI څخه غواړي چې یو مهال یې د ډالرو لپاره ږیرور افغانان په امریکا پلورل او د افغان بچي د مرګ فتواوې یې په جېب کې ګرځولې. د دوی له سوړې اوس د هغې خوسا شوې هګۍ بوی راځي چې څلور لسیزې یې ورته اورپکی کاوه.
0 دیدگاه