شلو ترهګرو ۲۵ زره کسان بې‌کاره کړي او هره ورځ ۱۲نيم ميليونه افغانۍ تاوان اړوي
۱۴ عقرب ۱۳۹۷ 1075 0 نظر سرخط ورځپاڼه

شلو ترهګرو ۲۵ زره کسان بې‌کاره کړي او هره ورځ ۱۲نيم ميليونه افغانۍ تاوان اړوي

تر يوه مياشت ډېر وخت ووت چې شلو طالبانو، ننګرهار او لغمان ولايتونو ته د برېښنا غځېدلي مزي د لغمان په بادپښ کې غوڅ کړي او دوه ميليونه افغانان يې په تيارو کې ډوب کړي دي.

حکومت له هماغې ورځې چې د برېښنا مزي پرې شوي دي، د برېښنا د بيا جوړولو وعدې کوي، خو نه تر اوسه د خلکو تمه خېژي نه چارواکي له خپلو ژمنو شرمېږي.

د بادپښ شل تنه ځايي ببرسري، د درست حکومت زور ننګوي او د دوو ميليونو انسانانو ژوند يې ستونزو سره مخ کړی دی.

په دې حساب هر طالب په يوازې ځان له يوه ټوپک سره، د سلو زرو انسانانو پر جونګړو تياره غوړولې ده.

سرخط ته د رسېدليو مالوماتو په اساس، يوازې په ننګرهار کې، په دې وروستيو کې دوه سوه او پنځوس فابريکې فعالې شوې وې چې اوس يې ټولې له يوې مخې فلج دي.

په دغو فابريکو کې ځينې يې د هغو کسانو دي چې د حکومت په لابي او د خلکو په تشويق يې تازه خپلې سرمايې ننګرهار ته وړې وې چې کار وکړي، خو اوس په خپله پرېکړه پښېمانه دي.

د دوی هر يو يې هڅه کوي چې اوس له ننګرهاره خپله لمن ور ونغاړي، ځکه دوی په دې باور دي چې حکومت چې په مياشت کې د برېښنا درې مزي و نه تړلای شوای، د شلو طالبانو له زوره نه شو، د پانګوالو ژوند او شتمنۍ به څه وساتلای شي.

سرخط ته رسېدلي مالومات ښيي چې د ننګرهار د دوه سوه او پنځوسو فابريکو د فلجېدو له کبله هلته پنځه ويشت زره تنه بې‌روزګاره شوي دي او اوس يې سوکه سوکه هغه سپمولي هم مخ په ختمېدو دي چې د خپلو اولادونو د مړو ساتلو په پار يې ساتلي وو.

د تر لاسه شويو مالوماتو په اساس، په منځنۍ کچه، د ننګرهار هره فابريکه د برېښنا د پارچاوي له امله، د ورځې لږ تر لږه پنځوس زره افغانۍ تاوان کوي او د تاوان دغه لړۍ لا هم له يوې، بلې ورځې ته پسې غځېږي.

د ننګرهار ځوان او مدني فعال اباسين اميد وايي، د برېښنا د مزو پرې کېدو د دوی د ولايت د هر کس ژوند، په يوه نه، يوه توګه اغېزمن کړی دی.

دی وايي، خلک له ولسواليو ښار ته په دولتي ادارو کې د خپلو چارو د سر ته رسولو په خاطر راځي، خو دلته په اداره کې کمپيوټر او پرېنټر بند وي، سړی همداسې تش لاس بېرته روان وي.

د اميد په خبره، دا يوويشتمه پېړۍ ده، د ژوند تقريباً ټولې چارې برېښنايي شوې دي او له همدې امله د خلکو ژوند اوس په زړه خوړينۍ تېرېږي.

د جلال اباد ښار اوسېدونکی لعل پاچا شينواری وايي، د ښار له دوکاندارانو نيولې، تر عادي اوسېدونکيو پورې ټول مجبور دي چې جنراټورونه چالان کړي، يا لمريزه برېښنا فعاله کړي چې هر څوک يې وس نه لري او هغوی چې وس يې لري، مجبوره دي زرګونه افغانۍ تاوان وکړي.

شينواری وايي، اوس نو سوکه سوکه پر ولايتي اداره او درست حکومت د خلکو باور له منځه ځي او خلکو ته داسې ښکاري چې درست حکومت په دې دومره لوی ځان، د شلو ترهګرو له زوره نه دی.

د لغمان او ننګرهار د برېښنا مزي د لغمان په باد‌پښ ولسوالي کې پرې شوي، دا هغه ولسوالي ده چې په کابل پسې نښتې ده.

اوس اندېښنې دا دي چې حکومت حتا د کابل څنګلوري ولسوالي هم تر بشپړ واک لاندې نه لري او که څوک پکې وغواړي، په ډاډه زړه په اوونيو اوونيو د ميليونونو انسانانو ژوند تريخولای شي.

حکومت شاو خوا شل ورځې وړاندې د برېښنا د مزو تړلو ته، دغې ولسوالي ته کسان لېږلي و چې همالته د شلو ترهګرو له خوا يرغمل شول او حکومت ايله پنځلس ورځې وروسته، د سپين ږيريو او نانواتو په زور وتوانېده چې دغه خلک ژوندي راخلاص کړي.

د ننګرهار د برېښنا رييس اکرام الله عابد وايي، سيمه ناامنه ده او بيا نه شي کولای چې د نورو کسانو ژوند په خطر کې کړي او بادپښ ته يې د برېښنا د مزو تړلو ته ولېږي.

دی وايي، هر وخت که ډاډ ورکړل شي، دوی اماده دي چې کسان ولېږي او برېښنا ورغوي.

د ننګرهار والي حيات حيات د برېښنا له پرې کېدو راهيسې، يوه نه، بله ورځ وعده کوي چې ګواکې سبا به برېښنا جوړېږي، خو دی چې سبا وکړي، سبا نه راځي.

ښاغلي حيات پرون په تازه څرګندونو کې ويلي دي چې د برېښنا د نه شتون او د شلو ترهګرو له لاسه يې د امنيت شورا سلاکار ډاکټر حمد الله محب ته ګرېوان څېرلی او هغه ډاډ ورکړی دی چې په دې برخه کې به مرسته کوي.

ننګرهار څه باندې يو نيم ميليون او لغمان شاوخوا نيم ميليون نفوس لري چې ټول يې د شلو ببرو طالبانو له خوا د تيارې يرغمل دي.

طالبان وايي، تر هغه وخته هيڅوک د برېښنا چپه شويو خادو او پرې شويو مزيو ته ګوتې نه شي ور وړولای، تر څو چې حکومت ډاډ نه وي ورکړی چې په بادپښ کې به پر دوی هوايي بمبار څوک نه کوي.

 

خلک: د کابل ـ لوګر لویه لار ډېره ناامنه شوې

Apr 02, 2020 29

 د کابل ـ لوګر پر لویه لار زیات شمېر موټر چلوونکي او مسافر شکایت کوي، چې پر دغه لویه لار د وسله والو مخالفینو بریدونه او ناامني زیاتې شوې دي.

خونړۍ لويې لارې؛ تېر نيم کال موټرو سلګونه مسافر بلې نړۍ ته رسولي

Jan 08, 2020 29

د عامې روغتیا وزارت چارواکي وايي، د ۲۰۱۹ مېلادي کال په لومړیو شپږو میاشتو کې د ۲۰۱۸ مېلادي کال د لومړیو ۶ میاشتو په پرتله په ټرافیکي پېښو کې ۵ سلنه زیاتوالی راغلی دی.

امارت بیا په شمال کې؛ طالب ځريو په جوزجان کې پر ولس اسمان را ټيټ کړی

Dec 29, 2019 29

که څه هم وسله‌والو طالبانو له تېرې شاوخوا یوې نیمې لسیزې راهیسې په هېواد کې د جګړې له پیل سره هممهاله پر عامو وګړیو هم بېلابېل ظلمونه پیل کړي

دیدگاه شما

فیلدی بامشخصات (*) الزامی است.

جستجو

سرخط خبرهای پشتو

سرخط در فیسبوک