ښايي، په غزني کې د پولیو ضد کمپاین لغوه شي
په غزني کې روغتیایي چارواکي وايي، که وسلهوال طالبان کور په کور ماشومانو ته د پولیو د واکسین د تطبیق اجازه ور نه کړي، نو دوی به دا کمپاین لغوه کړي.
د غزني د عامې روغتیا رییس ظاهرشاه نېکمل وايي، وسلهوالو طالبانو د عامې روغتیا د پولیو د واکسین پر ټیمونو د کور په کور ګرځېدو بندیز لګولی دی.
دی زیاتوي، دا موضوع یې له روغتیا وزارت او نړیوال روغتیايي سازمان سره شریکه کړې، څو د حل لاره ورته پیدا کړي.
0 دیدگاه