د ننګرهار د برېښنا یې ستونزو د حل ډاډ ورکړل شو
د ننګرهار ولايت چارواکي وايي، د ملي امنيت سلاکار ورته ډاډ ورکړی چې د دې ولايت د برېښنا او اسلامي پوهنتون اړوند ستونزې به حلوي.
د دې ولایت والي حيات الله حيات په کابل کې د ملي امنیت له سلاکار سره د برېښنا، اسلامي پوهنتون او یو شمېر نورو موضوعاتو اړوند ناسته کړې.
په دې ناسته کې په بادپښ سیمه کې پر ننګرهار د پرې شوې برېښنا او همدا راز له ننګرهاره د اسلامي پوهنتون د انتقال اړوند پرېکړه په اړه بحث شوی.
سرچینه لیکي، حمد الله محب ډاډ ورکړی چې ژر به دا ستونزې هوارې شي.
0 دیدگاه