۹۶کلنې خواښې په زدهکړو کې خپل زوم مات کړ
شاید د ډېرو لپاره د ډېر شمېر کارونو د ترسره کېدو اړوند بهانه عمر وي، خو داسې نه ده.
په هند کې یوې ۹۶ کلنې ښځې د عمر بهانه چېلنج کړه.
کارتیانی اما هغه مېرمن ده چې په درېیم ټولګې کې یې ازموینه ورکړې، درېیمه درجه بریالۍ شوې او ان خپل زوم یې هم شا ته پرېښی دی.
اما تر ټولو ډېرې نمرې یې بیا په ریاضي او خوش نویسۍ کې اخیستې.
په دې ازموینه کې ۴۳ تنو ونډه اخیستې وه چې کارتیانې په کې درېیم مقام خپل کړی دی.
هغې په یوه مرکه کې ویلي، اراده یې کړې چې مخکې ولاړه شي او تر لسم ټولګي زدهکړې وکړي.
0 دیدگاه