جېکسن له مړينې وروسته هم د پاپ سرلاری دی
د پاپ موسېقۍ پادشاه مایکل جېکسن نهه کاله وړاندې له دې نړۍ سترګې پټې کړې، خو اوس هم د نړۍ د پاپ لومړی شخص دی او تشه یې چا نه ده ډکه کړې.
فوربز مجله لیکي، د ۲۰۱۷ کال له اکټوبر راهیسې د ۲۰۱۸ میلادي کال د اکټوبر تر پایه د مایکل جېکسن سندرو، ډانس او نورو خپرو شویو پروګرامونو ۳۷۰ مېليونه پاونډه ګټلي دي.
په دې لړ کې دویم نمبر سندرغاړې ایلوس پریسلي ده چې ۴۰ مېليونه پاونډه يې ګټلي دي.
0 دیدگاه