د ايرانيانو سختې ورځې پيلېدونکې دي
امریکا تر راتلونکيو دوو ورځو پر ایران د خپلو بندیزونو دویم پړاو پيلوي.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي، دا به پر ایران د واشنګټن تر ټولو سخت بندیزونه وي.
اخوا د ایران د بهرنیو چارو وزارت وايي، دوی د امریکا د بنديزونو په تړاو کومه اندېښنه نه لري. خو څو ورځې وړاندې د دې هېواد ولسمشر حسن روحاني ايرانيانو ته خبرداری ورکړی و چې يو ځل بيا سختې ورځې پيلېدونکې دي.
0 دیدگاه