پر ایران د امریکا دویم ګوزار ایران دړې وړې کوي
۱۳ عقرب ۱۳۹۷ 1837 0 نظر سرخط ورځپاڼه

پر ایران د امریکا دویم ګوزار ایران دړې وړې کوي

 

د دوشنبې له ورځې وروسته به ایران په بشپړ ډول د امریکا له اقتصادي بندیزونو سره مخامخ شي او د دغه هېواد د نفتو په ستر صنعت به هم دغه بندیزونه عملي شي چې دا کار د ایران د ملا تېر ماتولای او په سیمه کې د دغه زبرځواک اقتصاد له خاورو سره برابرولای شي. دا کار په نړیواله کچه په تېره بيا د سیمې هېوادونو لکه افغانستان ته د لنډ مهال په مخه د تېلو او ګازو پر نرخ منفي اغېز کوي، خو کېدای شي له ایرانه افغانستان ته د نفتي توکيو قاچاق پراخ شي.

ایران به هڅه کوي چې له قاچاقي لارو افغان او پاکستاني بازارونو ته د تېلو رسول زیات کړي. دا کار افغانستان ته هم ګټه لري او هم زیان. ګټه یې په افغان بازارونو کې د تېلو او ګازو د کمبود او د بیو د پورته تلو مخنيوی دی. زیان یې ایران ته د ډالرو او نورو بهرنیو اسعارو لېږدول او د امریکا د بندیزونو له اړخه متوجه ستونزې دي چې کابل به له دې اړخه له فشارونو سره مخامخ شي.

امریکا به د همدې دوشنبې په ورځ د هغو بندیزونو پراخ ليسټ اعلان کړي چې څو بانکونه، یو شمېر سازمانونه، د بېړۍ چلولو ادارې او څو هوايي شرکتونه پکې شامل دي چې ویل کېږي د ټولو حقوقي او حقیقي شخصیتونو شمېر تر ۷۰۰ اوړي. د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ويلي اته هېوادونه د ایران له نفتي بندیزونو معاف شوي چې نومونه به یې سبا په ډاګه شي.

تمه کېږي چې افغانستان، هندوستان، جاپان او سویلي کوریا په دې ډله کې شامل وي. ترکیې ویلي دوی د همدغو ۸ هېوادونو په ډله کې دي، خو د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ویلي د اروپايي ټولنې هیڅ هېواد په معاف شویو هېوادونو کې نه دی شامل.

خو د ایران د تېلو په صنعت کې یوې لوې هندي کمپنۍ دوې میاشتې وړاندې له ایران څخه خپله بستره وتړله او نوي ډیلي په وروستیو ۲ میاشتو کې له ایران څخه یو پر درېیمه د تېلو اخیستل کم کړي دي.

سره له دې، چې د امریکې د ملي امنیت سلاکار ویلي، چې پرایران د بندیزونو په عملي کیدو کې د خپلو دوستانو زیان ته متوجه دی او نه غواړي، چې هغوی ته ضرر ورسوي، خو ښکاري، چې د پلي کیدونکو بندیزونو له کبله به د افغانستان په ګډون په سیمه کې له عربی هیوادونو پرته نور ټول خامخا یوډول ضرروکړي.

د ایران په بانکي سیسټم هم سر له سبا بشپړ بندیزونه عملي کېږي چې دا چاره له ایران سره ټوله راکړه ورکړه اغېزمنوي او د ایراني اسعارو بېخ ور باسي. دا د امریکايي بندیزونو دویم پړاو دی چې واشنګټن ویلي د سویفټ په نړیوال سیسټم به هم ایران ته د پیسو پر لېږد بندیز وي او له دې لارې هم څوک دغه هېواد ته پیسې نه‌شي لېږدولای.

 افغانستان ته له ایران په تېلو او ګازو سربېره، درمل، ساختماني، خوراکي او نور مواد واردېږي چې له دې اړخه هم افغانستان زیان او هم ګټه کوي.

زیان یې دا دی چې امریکايي بندیزونه د ایران دننه تولیدات کموي، فابریکې له ستونزو سره مخامخ کوي او افغان سوداګر بېرته د پاکستان لوري ته مجبوروي. د دې په خوا کې د ایران پر لار د افغان سوداګرو کاروبار هم زیانمنوي او ایران ته د ډالرو د نه لېږل کېدو له کبله افغان سوداګر خپله راکړه ورکړه نورو لارو ته اړوي چې ممکن بېرته د چابهار پر ځای کراچۍ بندر ته د افغان سوداګرو پام ور زیات کړي.

د عملي کېدونکو بندیزونو ګټه دا ده چې د افغانستان دننه د تولیداتو کچه ورسره زیاتېږي، په لوېدیځو ولایتونو کې پانګونه پراخېږي او د پخوا په څېر یو شمېر ایراني پانګوال او سوداګر د افغانستان په دننه کې کډې پانګونې ته مجبورېږي چې څو کاله وړاندې یې یوه کوچنۍ تجربه وشوه.

دا رنګه یو شمېر کوچینو ایراني فابریکه لرونکو له تېرو څو میاشتو راهیسې افغانستان ته د خپل نیمايي کاروبار د را لېږدولو مشورې او هڅې پیل کړې دي چې دا کار په افغانستان کې پانګونه او کار زیاتوي.

د دې په خوا کې له ایران څخه د هغو افغان پانګوالو راتلل هم یقیني کېږي چې دا مهال په ایران کې کاروبار لري. دغه بندیزونه د افغانستان د لوېدیځ له هغو سیمو د ایراني تومن د کارېدو کمبله د تل په مخه ور ټولوي چې له تېرو څو لسیزو راهیسې یې په ایراني اسعارو کاروبار کاوه. د ایراني تومن د ارزښت د نورې ټیټېدا له کبله د ایران په دننه کې بحران او خوابدي زیاتېږي او له کبله یې ولسي پاڅون ته لار هوارېږي.

تر دې ور ها خوا د ایران او افغانستان تر منځ د اوبو کړکېچ کې د افغانستان لاس‌بری زیاتېږي او د ایران اقتصادي او سیاسي نفوذ ته د زیان رسېدو له کبله دغه هېواد پر افغانستان خپل فشار له لاسه ورکوي. د ایران په تاریخ کې نن بله پاڼه په اوښتو ده چې له برکته به یې د دغه هېواد پام د افغانستان له اوبو خپلو نورو کورنیو لانجو ته ور واوړي او کابل به لږ تر لږه د پخوا پرتله په ارامه خپلې اوبه مهار کړي.

پر ایراني نفت او نورو برخو د امریکا د بندیزونو له کبله د افغانستان له لارې سویلي اسیا ته د منځنۍ اسیا د انرژي د لویو پروژو عملي کېدل هم  زور مومي او په سیمه کې د افغانستان او منځنۍ اسیا تر منځ راکړې ورکړې ته د نورې پراختیا زمینه برابرېږي. بل خوا امریکا پر ایران د بندیزونو په مټ د چین د ورېښمو د لارې جوړېدل هم له خنډ سره مخامخ کړل چې د منځنۍ اسیا او ایران له لارې ترکیې او بیا اروپا ته تېرېده.

ایران د افغانستان په وروستیو ۴۰ کلنو ناخوالو کې یو مهم اړخ و چې تر ډېره یې د افغانستان په شیعه لږکیو کې د خپل نفوذ له لارې هڅه کوله چې د دغه هېواد پر سیاسي فضا خپل تصویر روښانه وساتي، خو امریکايي بندیزونه به د افغانستان په ګډون د سیمې په ټولو هېوادونو لکه عراق او سوریه کې د ایران نفوذ راکم کړي او د دغه هېواد ډېر پام به تر دې وروسته د بهرنیو لاس‌وهنو پرتله د خپلو کورنیو ستونزو قابو کولو ته وي.

د ډيپلوماسي سرلاري ښکنځلې پيل کړې

Jul 23, 2019 29

امريکا چا ته ګواښ کړی دی؟ خپل سټراټېژيک ملګري هېواد ته؟ امريکا خپل ملګري د ځمکې له نقشې ورکوي؟ د امريکا لپاره د خپل ملګري هېواد د لسو ميليونو انسانانو وژل او ملګری هېواد له [...]

امريکايان د افغانستان نامرده ملګري

Jul 07, 2019 29

ملګري څو ډوله دي، نږدې، لرې، شناخته، خواخوږي، خاين، خو تر ټولو بد يې نامرده هغه دي او امريکايان د افغانانو نامرده ملګري دي.

د ولسمشري د ټاکنو بېړۍ مزل پیل کړ

Jun 09, 2019 29

ښکاري چې نړیوالې ټولنې د ولسمشري د ټاکنو د مشروعیت لپاره مټې را ونغاړلې او د افغانستان د ټاکنو د خپلواک کمېسیون لپاره یې له لسو کلونو وروسته یو ځل بیا خپل استازي د کمېشنرانو په [...]

دیدگاه شما

فیلدی بامشخصات (*) الزامی است.

جستجو

سرخط خبرهای پشتو

سرخط در فیسبوک