د حکومت ولې زړه‌ ته نه لوېږي چې پاکستان دښمن دی؟
۱۳ عقرب ۱۳۹۷ 1785 0 نظر سرخط ورځپاڼه

د حکومت ولې زړه‌ ته نه لوېږي چې پاکستان دښمن دی؟

د ملي امنيت عمومي رييس محمد معصوم ستانکزی په پارلمان کې د خپل ځان په سپيناوي کې وايي، د کندهار وروستی بريد په پاکستان کې پلان شوی دی او دوی له پاکستان څخه هيله کوي چې د دغه ناوړه بريد طراحان ونيسي او افغانستان ته يې وسپاري.

موږ نه وو خبر چې ستانکزی صاحب ټوکې هم کوي.

پاکستان که هر څومره بلا ووهي، دومره نه کم عقل کېږي چې دغه کسان ونيسي او افغانستان ته يې وسپاري.

سړی بايد د ملي امنيت رييس وپوښتي چې ولې بايد پاکستان دغه کسان افغانستان ته وسپاري؟ خيرت خو دی؟ چور دی؟ د پاکستان ماغزه خراب دي؟

پاکستان افغانستان ته کومه مجبوري لري؟ ملي امنيت کومه توره کړې ده چې له ډاره يې پاکستان طالبان په کڅوړو کې افغانستان ته را واړوي؟ د ملي امنيت عمومي رييس ولې دومره خوشباوره دی چې حتا له پاکستان څخه داسې غوښتنه کوي؟

ستانکزی بايد کلک وپوښتل شي چې ولې يې زړه ته نه لوېږي چې پاکستان د افغانانو دښمن هېواد دی.

چې دښمن دی، نو دښمن تاته ولې، خپل دوست او ستا دښمن لاس تړلی دروسپاري. که يې در سپارلای، نو درته رالېږه يې ولې، پرې وژلې يې ولې؟

مسووليت داسې له اوږو نه اوړي چې بل ته ګوته ونيسه، نور نو ته سپين چرګ شوې.

نه؛ ولې دې دا دسيسه وار له مخه نه وه کشف کړې، ولې دې شنډه نه کړای شوای؟ ولې ته دومره استعداد نه لرې چې هلته داسې کسان ځای کړې چې دښمن ووژني؟ پاکستانيان مه پرې وژنه، د طالبانو د مشرانو په ليکو کې خو يې ځای پر ځای کولای شې.

تا هېڅ نه دي کړي، پړمخې دښمن ته پروت يې او په پروتو لغتې وهې.

پاکستان دښمن دی، په يوه ګوزار باندې دې داسې وهي چې څو ځايه درد حس کړې.

په دغه بريد يې مهم کسان درڅخه واخيستل، په هغه يې زړه نه و سوړ، غلط مالومات يې پسې خپاره کړل، اوازې يې خپرې کړې، ذهنونه يې مغشوش کړل او خلک يې په دې باوري کړل چې ګواکې د کندهار امنيه قوماندان امريکايانو وژلی دی.

له همدې امله د کندهار د پخواني امنيه قوماندان ستر پاسوال عبدالرازق تر شهادت وروسته پر بهرنيو ځواکونو د افغان سرتېرو بريدونه زيات شوي دي.

تر هرات وروسته دا دی پرون په کابل کې هم يوه افغان سرتېري يو بهرنی عسکر وواژه.

له هغه وروسته چې په کندهار کې د پاکستان يا يې د لاسپوڅو له لوري سترپاسوال عبدالرازق شهيد کړای شو، پاکستان په خورا ځيرکۍ او مکارۍ هڅې پيل کړې چې دغه بريد پر افغان لوري د بهرنيو سرتېرو له خوا وګڼي او داسې يو ذهنيت جوړ کړي چې ګواکې دا ستر او زړور افغان قوماندان بهرنيانو، په ځانګړي ډول په افغانستان کې د بهرنيو ځواکونو عمومي قوماندان امريکايي سکاټ مېلر وژلی دی.

که څه هم طالبانو د دغه بريد مسووليت اخيستی د ملي امنيت موندنې هم ښيي چې د دغه سرباز د شهادت دسيسه په پاکستان کې جوړه شوې وه، خو پر دې سربېره هم په افغانستان، په ځانګړي ډول د افغان ځواکونو په ليکه کې دا باور په ډېرېدو دی چې ګواکې د دوی زړور ملګری بهرنيو سرتېرو وژلی دی.

پاکستان په دغه برخه کې تر موږ ښه مخ ته لاړ، دقيق يې پلان عملي کړی او دا دی هدف ته ورسېده.

دښمن په خپل دې چال کې بريالی شو، له هغه بريد راهيسې د افغان او بهرنيو ځواکونو تر منځ واټن زيات شوی او په يو ډول د افغان ځواکونو روزنه او ملاتړ په ټپه درېدلی دی.

افغان دولت په خوب ويده ده، يوازې د هر څه ننداره کوي، دوی ونشوای کولای چې د دښمن دغه توطيه شنډه کړي او خپل ولس او سرتېرو ته په ډاګه کړي چې د کندهار بريد څه ډول او د چا له لوري تر سره شوی دی.

لږ تر لږه حکومت کولای شوای، ډېر ژر د دغه بريد يو مستند جوړ او خپور کړي او دا ټولو ته واضح کړي چې سترپاسوال عبدالرازق څه ډول ترور کړای شو، خو کابل داسې هيڅ و نه کړل او په دې کې پاتې راغی چې د افغان او بهرنيو ځواکونو تر منځ پراخېدونکی واټن بېرته را کم کړي.

د همدې بريد او د ورته خپل منځي بريدونو له زياتېدو سره، د افغان او بهرنيو ځواکونو اړيکې او تماسونه تر بل هر وخت را کم شوي، ليدنې له منځه تللې او ټولې چارې د اي‌مېل او ټلېفون تر کچې محدودې شوې دي.

پر هوايي ځواک تر بدو بتر اغېز شوی دی.

حتا بهرنيان زړه نه شي کولای چې د افغانستان تر ټولو امن او خوندي ځای ارګ ته لاړ شي.

دوی وېرېږي چې هلته ښايي د ولسمشر ساتونکي پرې بريد وکړي.

پاکستان اوس بريالی روان دی او هڅه به کوي چې اوس ټول زور پر همداسې بريدونو مصرف کړي او د افغان او بهرنيو سرتېرو تر منځ باور لا پسې زيانمن کړي.

پر دې بنسټ افغان حکومت ته ښايي چې د وضعيت د کابو کولو لپاره لاس په کار شي، د کندهار د بريد په تړاو ټول حقايق له خلکو او افغان سرتېرو سره شريک کړي او دا ورته په ډاګه کړي چې اصلاً دغه بريد چا کړی او اوس څه ډول غواړي ترې استفاده وکړي او د افغان ځواکونو د روزلو او ملاتړ بهير په ټپه ودروي.

د دې تر څنګ بايد افغان حکومت د افغان ځواکونو پر ليکو او په ځانګړي ډول د نويو افغان سرتېرو په جذب کې د فېلټر پروسه پياوړې کړي، تر څو هغه کسان د افغان ځواکونو ليکو ته لار و نه مومي چې د دښمن له لوري د همدې هدف لپاره روزل شوي او يوازېنی هدف يې همدا دی چې پر بهرنيو سرتېرو بريدونه وکړي هغوی ووژني او بالاخره د باور هغه فضا له منځه لاړه شي چې له مخې يې د افغان ځواکونو روزنه، ملاتړ او تجهيز روان دی.

افغان حکومت بايد د دغو توطيو پر وړاندې ډېر ځيرک او هوښيار ووسي، لومړی خو بايد هڅه وکړي دغه ډول توطيې په نطفه کې شنډې کړي، خو که هلته نه شي کولای، نو لږ تر لږه دې يې د اغېزو مخه ونيسي او د هغو پر وړاندې دې داسې دفاعي دېوال ودروي چې هيڅ ډول توطيه کار ور نه کړي.

افغان حکومت چې په هره توګه وي، بايد نور نو په دې ډاډه شي چې پاکستان دښمن دی او له دښمنه د خير تمه، له زاڼو د کټوري غوښتل دي.

له دښمن څخه د ستانکزي غوندې هيله، يوازې پر ځان د خلکو خندول دي او بس.

افغانستان دې بهرنيو د سیالي ډګر نه ګرځي

Jan 08, 2020 29

له هغه وروسته چې امریکا په عراق کې د ایران د سپاه‌پاسداران د قدس ځواکونو قومندان قاسم سلېماني چې د دغه هېواد دویم کس بلل کېده، په نښه او وواژه، ایراني چارواکیو امریکا ته د غچ [...]

جګړه څلوېښت کلنه شوه، خو ختمه نه شوه

Dec 28, 2019 29

پرون پر افغانستان د پخواني شوروي د یرغل څلوېښت کاله پوره شول. د پخواني شوروي ځواکونه ټیک د ۱۳۵۸ لمریز کال د مرغومي په شپږمه پر افغانستان یرغل وکړ او لس کاله همدلته پاتې شول.

د شکایتونو کمېسیون سخت ماموریت

Dec 24, 2019 29

د ټاکنو خپلواک کمېسیون تر ډېرو لانجو، فشارونو او خنډونو وروسته د ټاکنو لومړنۍ پایله تر نږدې درې میاشتنې ځنډ وروسته اعلان کړه چې د ځينو ټاکنیزو ټیمونو له هرکلي او د ځینو نورو [...]

دیدگاه شما

فیلدی بامشخصات (*) الزامی است.

جستجو

سرخط خبرهای پشتو

سرخط در فیسبوک