طالبان د جنرال رازق د قاتل مړی غواړي
وسله وال طالبان وايي، که چېرې حکومت غواړي د فراه د الوتکې په پېښه کې د وژل شویو کسانو جسدونه ترلاسه کړي، نو د هغه کس جسد دې طالبانو ته وسپاري چې جنرال عبدالرازق يې شهید کړی دی.
دې ډلې په یوه خبرپاڼه کې د دې پېښې د وژل شویو کسانو په اړه ویلي، کسانو یې دوه ورځې مخکې د فراه او هرات ترمنځ د جمال غازي په سيمه کې يوه څرخي الوتکه نسکوره کړې ده.
په خبرپاڼه کې زياته شوې که چېرې حکومت غواړي، د يادو کسانو جسدونه د سره صليب له لارې ترلاسه کړي، نو د ذبيح الله ابودجانه جسد دې د هغه کورنۍ ته وسپاري.
په اعلاميه کې راغلي، تر هغه چې د دې قاتل جسد د هغه کورنۍ ته نه وي سپارل شوی، د فراه د پېښې د وژل شوو کسانو جسدونه هم سره صليب ته نه سپارل کېږي.
0 دیدگاه