مسیار نکاح څه ده؟
۱۲ عقرب ۱۳۹۷ 1427 0 نظر محمد عدنان القماز

مسیار نکاح څه ده؟

 

لیکوال؛ محمد عدنان القماز

ژباړه؛ زبیر افغان

مسیار نکاح د نورو مشهورو  نکاحي تړونو په شان یو تړون دی چې د نکاح ټولو شرطونه پکې پوره وي. مثلا: د مېړه و ماینې وجود، له دوی سره تړلي داسي شرعي موانع به نه وي چې د نکاح صحت ته زیان رسوي، میرمن به ولي لري، عادل شاهدان به موجود وي، د قاضي په مخکي به تړون کېږي، یاني د بل تړون په شان پوره باوري کېږي. د شکل له مخې سل په سلو کې سهي دی. مګر د موضوع له مخې له نورو سره توپير لري؛ ځکه میرمن دلته تر خپلو ځینو حقونو تېرېږي، لکه: نفقه، سرپنا او له دې سره د مېړه شپې تېرول.

دکتور یوسف قرضاوي يې په اړه وايي: دا هم شرعي نکاح ده، له عادي نکاح سره دا توپير لري چې میرمن تر ځينو هغو حقونو تېرېږي چې پر مېړه يې لري.

شرعي حکم يې:

که د نکاح شرطونه پکې پوره سي د مسیار نکاح روا ده. د نکاح دا نوعه له پخوا څخه وه، یوه مېړه به خپلې هغې میرمنې ته چې میلان به يې ورته در لود ویل: ستا او د بلې میرمنې مساوي حقوق نه سم در کولای، لکه: نفقه، سرپنا او د شپې ورتګ. کله به مېړه دا شرط کړه چې یوازي د ورځي به ورځي شپه نه ور سره تېروي. میرمنې هم په دې کې تر خپلو حقونو تېري سوې دي، ممکنه ده چې خپل مال ولري، سرپنا يې وي؛ ځکه يې له مېړه نه غواړي.که يې د ورځې پر راتلو توافق سره وکړ یا هم پر دې سره سلا سول چې د بلې میرمنې په نسبت دې ته کمې شپې ور کوي، پروا نه لري.

له دې سره چې په مسیار نکاح کې مېرمن تر خپلو ځینو حقونو تېرېږي، خو بیا هم حرام نه‌شي ګڼل کېدای، ځينو علماوو له حرمت پرته بد ځنې وړي اما د شرطونو او ارکانو د بشپړتیا له وجې بیا هم جواز لري.

عوامل يې:

۱ـــ د ولورونو(مهور) جګېدا.

۲ـــ د ځوانو(پيغلو) نجونو زیاتوب.

۳ـــ د طلاق ډېرېدل.

۴ـــ په نارینه وو کې تر یوه میرمن له زیاتو سره د متعې(موقته نکاح) کولو میلان.

۵ـــ د دویمې میرمنې په اړه د لومړۍ نه رضایت، له خپلې لومړۍ میرمنې ډار او د کور خرابي مېړه هم دې ته اړ کړی چې له میرمنې په پټه نکاح وکړي.

تاوانونه يې:

دا نکاح هم یو ډول د متعې لور ته ځي، ځکه نارینه له یوې میرمنې بلې ته ځي او میرمن هم ممکن داسي وکړي.

له حقیقي مفهومه نکاح وزي، ځکه مېړه و ماینه باید کورنۍ جوړه کړي ترمنځ يې دوستي او مینه موجوده وي او تل پاتی سرپنا ځای ولري.

کله چې مېړه په کور کې نه وي، د ماینې چلند هم تغییر کوي، کېدای سي داسي څه وکړي چې ځان یا ټولنې ته زیان ورسوي.

په دې اړه فتوا:

شیخ عبد العزیز بن باز رح د مسیار نکاح ته جواز ور کړی. له ده پوښتنه وسوه چې که یو څوک دویمه میرمن په نکاح کړي، خو هغه د خپل پلار کره اوسي او مېړه يې په مختلفو وختونو کې هغې ته ورځي، دا څنګه ده؟ ده ځواب ور کړ: که د شرعي نکاح شرطونه کې پوره سي پروا نه لري. لکه: د ولي او مېړه و ماینې رضایت، د عادلو شاهدان وجود، له موانعو څخه د مېړه او ماینې سلامتیا. ځکه رسول الله ویل: (احق ما أوفیتم من الشروط ان توفوا به ما استحللتم به الفروج) یاني په کومو شرطونو چې مو ځانو ته میرمنې روا کړې هغه باید پوره کړل سي. بل ځای يې ویلي: المسلمون علی شروطهم. مسلمانان خپل شرطونه پوره کوي. که مېړه و ماینه پر دې موافق سي چې ښځه به د پلار کره پاتېږي یا هم د هغې وخت ورځ ده نه شپه یا هم خاصې ورځې یا شپې، هيڅ پروا نه لري خو په دې شرط چې نکاح به پټه نه وي.

د جواز دلایل يې؛

۱. په مسیار نکاح کې د نکاح ټول شرطونه او ارکان پوره کېږي. ایجاب و قبول، د طرفینو رضایت، د ولي وجود، مهر او شاهدان.

۲. په حدیث کې راغلي چې سودې رض خپله ورځ ام مومنین عایشې ته ور کړې وه، نو رسول الله ص په خپل تقسیم اوقات کې د عایشې رض لپاره دوې ورځې ټاکلې وې، یوه يې د عایشې خپله او بله يې د سودې ورځ وه. رواه البخاري.

له حدیث څخه د استدال ډول: کله چې سوده بنت زمعه رض خپله ورځ عایشې رض ته ور کوي او رسول الله ص هم دا مني، دا په زبات رسېږي چې میرمن کولای سي خپل هغه حق ساقط کړي چې شارع ورته ټاکلی لکه نفقه او د شپې د مېړه ورتګ. که جواز يې نه وای نو رسول الله ولي له سودې څخه د عایشې په ګټه د ورځي ترېدل ومنل؟

۳)د مسیار په نکاح کې ډېر مصالح سته. د میرمنې فطري غریزه اشباع کوي، کله د اولاد په نعمت هم نازوله کېږي، هغه پيغلي چې له نکاح بې برخې سوي وي، یا مطلقې یا هم کونډې مېرمنې، «د دوی شمېر خورا زیات دی» په دې ډول يې شمېر راکمېږي. هغه نارینه خپله پاکې په ساتلای شي چې د بل ډول واده مصارف نه‌شي پرېکولای.

د اجراييوي برخې کورنۍ سياسي چارې ولشمسر غني ته پرېږدئ!

Apr 01, 2020 29

پيغام د افغانستان نوي پارلمان استازو ته وړاندې کوم، چې ډېرى يې لوستي او پوه ځوانان دي. زما په نظر د افغانستان په تاريخ کې لومړنى ځوان، د پخواني دستور خلاف د قومي متنفذينو او [...]

زلمي خليل‌زاد ته!

Mar 23, 2020 29

وايي د خليلزاد پلرنى ټاټوبى شين لغمان دى. پلار يې د ظاهر شاه بابا په وخت کې دولتي مامور و. د دندې لپاره مزارشريف ته لاړ او خليلزاد هم همالته په ۱۹۵۱ زيږديز کال کې وزيږېده.

پوهېږئ؛ چې نوی کال څنګه پيل کړو؟

Mar 20, 2020 29

خو له بده مرغه  چې ۹۵ سلنه کسان په ځانګړي ډول ځوانانو د کال په جریان کې هېڅ مشخص اهداف نه لري، دوی ټول کال بې هدفه تېر کړی وي، یا د هدف په ارزښت نه پوهېږي او یا دا چې ورته مهم نه [...]

دیدگاه شما

فیلدی بامشخصات (*) الزامی است.

جستجو

سرخط خبرهای پشتو

سرخط در فیسبوک